لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:هېله ده ولسمشر غني اؤ وزیراعظم عمران خان به سبا لېدنه وکړي


دافغانستان د روان وضعیت پسر دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ په دې وروستیو کې د اړېکو ترینګلي کیدو نه وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي هېله ده وزیراعظم عمران خان اؤ افغان ولسمشر اشرف غني سبا دجمعې په ورځ دازبکستان پلازمینه کې لیدنه وکړي.

څېړونکي وایي افغانستان کې دجګړې دشدت له امله دکابل اؤ اسلام اباد اړېکې دفشار لاندې دي اؤ دسپین بولدک په اړه له ادعاؤ وروسته د دواړو هیوادونو اړېکو یو نوی ګزار خوړلی دی.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان دیو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ دازبکستان پلازمینې تاشکند ته رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده دغلته به د منځنۍ اؤ سویلي ایشیاء د روابطو،چیلنجونو اؤ فرصونو په اړه راجوړیدونکي نړیوال کانفرنس کې برخه واخلي.

نړیوالو رسنیو پخپلو راپورونو کې ویلي دغه کانفرنس ته دافغانستان ولسمشر اشرف غني هم وربلل شوی اؤ دپاکستان دباندینیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دوشنبی کې رسنیو سره خبرو کې هېله ښودلې ده چې ولسمشر غني اؤ وزیراعظم عمران خان به سبا خپلو کې دګډو خوښیو په لړ موضوعاتو له نزدې وغږیږي.

شاه محمود قریشي ویلي افغانستان کې دامن دټینګښت له خاطره پاکستان د ټولو افغان مشرانو سره په تماس کې دی اؤ ډیر زر به افغان مشران اسلام اباد کې دافغانستان دامن په اړه راجوړیدونکي کانفرنس ته راوبلي.

شاه محمود قریشي ویلي پاکستان له خپله انده افغانستان کې دامن دپاره کوټلې هڅې کوي خو دامن ټینګښت اؤ سوله راوستل په اساسي ډول دافغانانو مسولیت دی.

هغه وویل پاکستان دافغانستان دسولې په پروسه کې یوازې اسانتیاوې رامخته کولی شوې اؤ دغه کار یې وکړو ،دا اوس دافغانانو ذمه واري ده چې خپلو کې سره په صلاح مشوره د ستونزې سیاسي هواری پیدا کړی.

ښاغلي قریشي دوشنبی کې د ولسمشر غني اؤ عمران خان ترمنځ دلېدنې داهېله په داسې حال کې څرګنده کړې چې په دې وروستیو کې دافغانستان دننه دطالبانو بریدونه اؤ دجګړو لړۍ زیاته پراخه شوې اؤ افغان دولتي چارواکي ددې وضعیت تر شا پاکستان ککړ بولي.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي ازبکستان کې داشرف غني اؤ عمران خان دلیدنې دپاره هڅې روانې دي خو په رسمي توګه څه هم نشته.

په ټویټر طاهر خان لیکلي افغانستان کې دجګړې دشدت سره د دواړو هیوادونو اړیکې دفشار لاندې راغلي اؤ دسپین بولدک په اړه له ادعاؤ وروسته د دواړو هیوادونو اړېکو یو نوی ګزار خوړلی دی.

افغان چارواکي تور لګوي چې طالبان پاکستان پخپل موټي کې نیولي اؤ دسولې پځائ یې افغانستان کې جګړو اؤ تباهۍ ته لمسوي خو پاکستان بیا دا تورونه بې اساسه بللي اؤ‌ دریځ یې خپل کړی چې افغانستان کې دطالبانو په شمول دهیڅ یوې ځانګړې ډلې طرفداري نه کوي بلکې یوازینۍ موخه یې په دغه هیواد کې دامنیت ټینګښت دی.

په دې وروستیو کې چې طالبانو افغانستان کې په یو شمیر ولسوالیو دقبضې دعوې کړي پاکستان کې په میډیا دطالبانو دغو قبضو ته دفتوحاتو نوم ورکړل کیږي اؤ روانه اوونۍ په پېښور اؤ کوټه کې یو شمیر خلکو دطالبانو په پلوۍ ډاګیز لاریونونه هم کړي اؤ دطالبانو بیرغونه یې هم هسک کړي دي.

دپاکستان نه دطالبانو دملاتړ دا غږونه په داسې حال کې راپورته کیږي چې څېړونکي اؤ حکومت مخالفه ګوندونو اندېښنې ښایي چې که طالبان بیا اقتدار ته ورسیدل نو په پاکستان کې به هم ورسره وړاندې نه موجود تندروه قوتونه اؤ ترهګر یو طاقت ومومي اؤ دلته به هم هغوئ دامن اؤ ثبات دپاره ګواښ جوړ شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG