لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په زور ودونه اؤ مذهب بدلول،د ریاست ذمه واریو ته څېړونکي څنګه ګوري؟


دپاکستان دمذهي چارو مرکزي وزير نورالحق قادري د سینیټ د مذهبي حقونو دپارلېماني کمېټۍ يوې غونډې ته ویلي د دوئ (دمذهبي چارو) وزارت د اتلس کالو نه دکم عمره کوم تن د خپل مذهب بدلولو په هکله دڅه رقم بندیز پلوي نه دی.

هغه وایي که څوک څوارلس کلن وي او خپل مذهب بدلول غواړي نو دوئ نه شي کولی چې هغه تن دمذهب بدلولو نه منعې کړي اؤ بندیز پرې ولګوي.

په سینیټ کې دغه بحث دهیواد سندهـ او بلوچستان صوبو کې دهندو او عيسايي مذهب سره دتړاؤ لرونکو کم عمره جينکو په زوره د هغوئ دمذهب بدلولو او په زوره په کم عمرۍ کې د ودولو دپېښو مخې ته راتلو او ددې مخنيوي لپاره د سېنېټ دغه کمېټۍ کې مخې ته د راغلو مشورو په رڼا کې شوی دی.

یادې کمیټۍ د روان کال په پیل کې وړاندېز مخې ته راوړی ؤ چې یوازې يو بالغ او پوهه تن ته د خپل مذهب بدلولو اجازت پکار دی او دا هم هغه تن یوازې د خپلې سیمې عدالت ته د وړاندې کېدو نه وروستو کولی شي.

خو د مذهبي چارو د وزارت وایي د اتلسو کالو نه کم عمره خلک د مذهب بدلولو څخه نه شي منعې کولی او نه د څه بندیز په حق کې دی.

د ماشومانو دحقونو لپاره کار کوونکي وايي که دا رقم بندېزونه په زوره د مذهب بدلولو په څېر دپېښو مخه نیولی شي نو دا ضروري ده چې داسې قسمه قانون سازي وشي.

دپاکستان حکومت چې دماشومانو دحقونو په نړيوالو معاهدو لاسلیک کړی،د هغې تر مخه دا دحکومت ذمه واري ده چې هر اتلسو کالو نه کم عمره تن ماشوم وګڼي او دغه ماشوم د هر رقم زور زبرستۍ نه بچ کړي.

دماشومانو د حقونو لپاره پېښور کې کار کوونکي عمران ټکر په دې هکله وي او ای ډیوه ته وویل پاکستان د ماشومانو د حقونو په نړیوال تړون نه یوازې لاسلیک کړی دی بلکې د دې توثيق يې هم کړی دی.

ښاغلی ټکر وایي "دغه تړون دماشوم دتحفظ خبره کوي، نو که په یو ماشوم ذهني، جسماني یا جنسي زبردستي کيږي نو دا بيا د رياست ذمه داري ده چې رياست به هغه ته تحفظ ورکوي"

د چایلډ رایټس مومنټ نومې د ماشومانو د حقونو ادارې سره کار کوونکی فعال امتياز احمد هم وايي مذهب بدلول د هر انسان د خپلې خوښې خبره ده .

هغه وایي "که په پاکستان کې د بېنک اکاونټ، لائسنس او شناختي کارډ یعنې هر دستاويز جوړولو لپاره د عمر يو ځانګړی حد ټاکل شوی چې هغه اتلس کاله دی نو بيا د واده او د ژوند دنورو مهمو فېصلو لکه د مذهب بدلولو فېصلې لپاره ولې مخصوص عمر نه ټاکلی کيږي"

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي دپاکستان حکومت ته د داسې کم عمره ماشومانو حفاظت باوري کول پکار دي.

"تاسو دا وګورئ چې هغه ډرائېونګ نه شي کولی، هغه خپل بېنک اکاونټ نه شي خلاصولی، د هغه شناختي کارډ نه جوړيږي خو هغه به مذهب بدلوي"

په کم عمرۍ د ودونو اؤ د مذهب بدلولو په اړه هغه وایي "دا خبره عقل نه مني. وجه يې دا ده چې دغه ماشوم يا ماشومه دهغې دومره پوهه نه وي چې هغوئ خپل دا بنيادي څيزونه وپېژني نو هغوئ به مذهب ولې بدلول وغواړي؟ خو دې کې چې کومه اصل خبره ده هغه د زور زبردستۍ او جبر ده"

امتیاز احمد وایي" دماشومانو د بنيادي حقونو خبره پکار ده. زمونږ که دمذهبي امورو وزارت دی که د انساني حقونو وزارت دی او که نور وزارتونه دي هغوئ باید د ماشومانو د تحفظ او د هغوئ د حقونو خبره وکړي. چې هغوي له مونږه څنګه تحفظ ورکړو"

د اسلامي نظرياتي کونسل چيرمېن ډاکټر قبله اياز هم وايي په يو چا په زروره او جبر مذهب بدلول په هيڅ صورت کې روا نه دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي ایاز ویلي څوک هم چې په زبردستۍ په چا مذهب بدلوي نو په يقيني توګه باید د پاکستان حکومت د پاکستاني رياست د قانون لاندې دهغوئ په ضد سخته نه سخته کارروايي وکړي.

د ماشومانو د حقونو لپاره کار کونکي په دې خبره ټینګار کوي چې باید د اتلسو کالو نه کم عمره جينۍ او هلک ماشومان وګڼل شي او او دا د حکومت فرض دی چې د دغه ماشوم د هر قسمه جبر او زبردستي نه ساتنه باوري کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG