لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکیې د دفاع وزیر طالبانو ته: ترکي سرتیري اشغالګر نه دي, د افغانانو ملګري دي


د ترکیې د دفاع وزیر
د ترکیې د دفاع وزیر

واشنګټن – د ترکیې د دفاع وزیر هلوسې اکار وسلوالو طالبانو ته په ځواب کې وویل، ترکي سرتیري اشغالګر نه دي بلکه دوی د افغانانو ملګري دي.

طالبانو په افغانستان کې د ترکیې د پوځي ماموریت د اوږدېدو پر وړاندې ګواښ کړی وو.

د امریکا غږ د ترکي څانګې د خبر له مخې، اکار د ترکیې او افغانستان ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه کړې ده او د طالبانو بیان یې یو سوتفاهم بللی.‌

تر دې مخکې، والسټریټ جورنال د ترکیې د دفاع وزیر له خولې ویلي وو چې امریکا او ترکي چارواکي د هغه پلان پرسر خبرو کې پرمختګ کړی له کوم له مخې به چې ترکي ځواکونه د کابل نړیوال هوايي ډګر چلوي.

ددې کار په پایله کې به ځینې بهرني سفارتونه د امریکايي پوځ له وتلو وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د ترکیې خبري رسنیو د د دفاع د وزیر هلوسي اکار له خولې ویلي وو چې "کاري چوکاټ تیار شوی او په ځانګړو برخو کې کار دوام لري."

هغه وړاندې ویلي، "مونږ نېږدې رغنده او مثبتې خبرې درلودې. نور هېوادونه هم شته چې غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي. مونږ له هغوی سره هم خبرې کوو. دا یو پېچلۍ پروسې ده."

د ترکیې د دفاع وزیر دا هم ویلي وو چې د امریکا ددفاع وزیر لویډ اسټن او نورو امریکايي چارواکو سره خبرې دوام لري.‌

خو طالبانو په یوې اعلامیې کې دغو خبرونو ته په غبرګون کې ترکیه په افغانستان کې د خپلی اشغال په دوام غندلې او ویلي یې دي چې دا له امریکا سره د شوي تړون سرغړونه ده.

طالبانو همدارنګه خبرداری ورکړی وو چې له هغو ترکي سرتیرو سره چې په افغانستان کې پاتې کېږي د اشغالګرو په څېر چلند وشي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG