لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د صالح دعوې رد کړي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، "د پاکستان د هوايي ځواک د افغان هوايي ځواک سره هیڅ تماس نه دی شوی"، او "پاکستان د افغان حکومت په خپله خپلواکه خاروه د عملياتو حق مني"، افغان نايب صدر پرون دعوه کړې وه چې د پاکستان هوايي ځواک په سپين بولدک د طالبانو پرضد د عملیاتو په سر افغان هوايي ځواک ته خبرداری ورکړی.

د پاکستان سرکاري ميډيا (اې پي پي) د بهرنيو چارو د وزارت لخوا دغه خبر وروسته له هغې خپور کړی چې د افغانستان د نايب صدر امرالله صالح پرون د زيارت/ پنجشنې په ورځ (15 جولايۍ) ماسخوتن په ټویټر ویلي وو،

"د پاکستان هوایي ځواک افغان پوځ او هوایي ځواک ته رسمي خبرداری خپور کړی چې که د سپین بولدک له سیمې د طالبانو د شړلو هر ډول هڅه وشي له پاکستان هوایي ځواک سره به مخ شي‌ او پر شا به وتمبول شي".

د امرالله صالح د دعوې په اړه هغه وخت د پاکستان د پوځ يو چارواکي ریګېډیر حامد اورکزي د وټسپ له لارې وي او اې ډیوه ته په جواب کې ويلي وو

"[دا] خبرداری رسمي نه دی، بلکې دا جعلي دی، موږ [د امرالله صالح] له ټویټ نه خبر نه یو".

په یو بل ټویټ کې امرالله صالح ویلي وو چې که څوک د ده په خبره شکمن وي نو دی تیار دی چې ثبوت ورسره شریک کړي.

صالح د وي او اې ډيوه سره داسې دوه غږيز پېغامونه شريک کړي چې په يو کې افغان چارواکی وايي د پاکستان هوايي ځواک ورته خبرداری ورکړی چې افغان الوتکې د سپين بولدک سره د سرحد نه لس ناټيکل ميله لرې اوساتي - که نه - نو په راکټ به يې وولي. او بل لنډ پېغام په انګريزي ژبه کې دی چې په ظاهره د پاکستان د اير ډېفنس د کوم چارواکي غږ ښکاري.

د اې پي پي ترمخه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ 16 جولایۍ ويلي پاکستان د افغان نايب صدر امرالله صالح تورونه په کلکه غندي چې د پاکستان هوايي ځواک د طالبانو مرسته کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، افغان لوري پاکستان په خپله اراده خبر کړی چې په چمن سېکټر خپل لوري ته په خپله خاوره عمليات کوي او پاکستان ورته مثبت ځواب ورکړی چې افغان حکومت په خپله خاوره د عملیاتو حق لري.

ویل شوي "د پاکستان د هوايي ځواک د افغان هوايي ځواک سره هیڅ تماس نه دی شوی"، او "پاکستان افغان حکومت په خپله خپلواکه خاروه د عملياتو حق مني".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دغه ډول بيانونه د افغانانو په مالکيت او افغانانو په مشرۍ د افغانستان د مسلې د هواري په لړ کې مخلصه هڅې زيانمنوي.

پاکستان خپله ژمنه تکرار کړې چې په افغانستان کې امن غواړي.

د افغانستان نايب صدر امرالله صالح پرون دغه دعوه په داسې حال کې کړې چې له دغې یوه ورځ وړاندې طالبانو د پاکستان سره په پوله د افغانستان د سپين بولدک ولسوالۍ او چمن پولې د نيولو ويلي وو.

افغان چارواکو ویلي د سپين بولدک مرکز د حکومتي ځواکونو په لاس کې دی.

پاکستان بيا د افغانستان سره د چمن پوله د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې خو وروسته يې بيا خلاصه کړې وه.

هم په عېن حال کې پرون په 15 جولايۍ د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند زاهد حفيظ چودري ویلي وو د افغانستان په اړوند يې په 18 او 19 جولايۍ په اسلام اباد کې کانفرنس راجوړ کړی او په دغه کانفرنس کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړی شوې، پاکستان په افغانستان کې د وسلې په زور د واک خلاف دی.

له دغې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي وو د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي او نورو سياسي مشرانو ته یې په کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG