لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غني:وسله وال پاکستان نه را اوړي،عمران:مونږ سوله کې ترهر چا زیات رول لرو


دافغانستان ولسمشر اشرف غني تور لګولی چې دپاکستان نه وسله وال افغانستان ته اوړي اؤ هلته بریدونه کوي اؤ هم دپاکستان دننه افغانستان کې دطالبانو په لاس په دولتي شتمنیو لوټ کیدو خوشحالۍ نمانځل کیږي خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان بیا وایي چې دافغانستان په سوله کې څومره رغنده رول پاکستان لوبولی،بل هیچا نه دی لوبولی.

تاشکند کې دجنوبي اؤ مرکزي اسیا نړیوال کانفرنس ته خپله وینا کې ولسمشر اشرف غني ویلي پاکستان کې ځېنې شبکې اؤ ادارې دطالبانو ملاتړ کوي اؤ دتیرې یوې میاشتې په مهال دپاکستان اؤ نورو هیوادونو نه دلسو زرو څخه زیات وسله وال افغانستان اوښتي دي.

هغه په پاکستان غږ کړی چې پاکستان په طالبانو کوم نفوذ لري باید هغې څخه په استفاده طالبان دمعنې ډکو مذاکراتو ته تشویق کړي.

خو دغه کانفرنس ته پخپله وینا کې بیا دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي چې پاکستان دمذاکراتو میز ته دطالبانو په کېښنولو کې څومره رغنده رول لوبولی ،داسې بل هیچا نه دی لوبولی.

عمران خان ویلي په داسې حال کې چې طالبانو ته په افغانستان کي د بريا اميد په نظر راځي نو هغوى به ولې د پاکستان خبرې ته غوږ ږدي.

وزیر اعظم عمران خان د افغان صدر اشرف غني لخوا په افغان کشاله کې د پاکستان د دمنفي کردار تور ته خپل غبرګون کې وويل په افغانستان کې د ګډوډۍ تر ټولو زیاتې اغیزې به په پاکستان کیږي. او پاکستان په تېرو پنځلسو کلونو کې د اوياؤ زرو نه زیات خپل وګړي دلاسه ورکړي دي.

دافغانستان ولسمشر اشرف غني او نړيوال په پاکستان افغان طالبانو ته په خپله خاوره د پناه ځايونو او مرستو ورکولو تورونه پورې کوي او وايي دپاکستان هم دغه تګلاره په افغانستان کې د طالبانو لخوا تشدد ته وده ورکوي.

که څه هم پاکستان تل دا تورونه رد کړي خو په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد منلې چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او ژوبل طالبان د درملنې لپاره د پاکستان هسپتالونو ته راوړل کېږي.

د پاکستان د وزير اعظم عمران خان په ډاګه کړه په افغانستان کې چې دا اوس مهال څه روان دي د هغې تور په پاکستان لګول سم نه دي او وايي که پاکستان په امن کې خوښي نه لرله نو هغه به ولې کابل ته تللو.

عمران خان وایي کله چې افغانستان کې دناټو په زرهاؤ سرتیرو شتون لرو باید هغه وخت طالبانو ته دخبرو بلنه ورکړل شوې وه ،اوس چې هغوئ خپل پرمختګونه ویني نو ولې به دپاکستان خبرو ته غوږ ږدي؟

افغان چارواکي په طالبانو د پاکستان د اثر نه لرلو او هغوئ ته د مرستې ورکولو تورونه ردوي او وايي طالبان په کوټه او پېښور کې شوراګانې لري او دا چې د طالبانو مشران هم په پاکستان کې وژل شوي دي.

څېړونکي وايي په تاريخي توګه د پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې يو مهم رول پاتې شوې دی.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور خان ډيوه ته وايي د پاکستان د وزير اعظم عمران خان دا خبره سمه نه ده چې وايي په پاکستان په افغان طالبانو اثر یا نفوذ نه لري.

نوموړی وایي پاکستان اوس هم کولی شي چې طالبان خبرو ته کښېنوي.

شکور خان وايي د افغانستان په جوړ جاړي کې د پاکستان چټک او مخلصانه کردار د پاکستان په خپل قامي مفادو کې هم دی ولې چې د افغانستان په حواله د پاکستان تګلارې څه ګټې نه دي راوړي.

هغه وایي دغه تګلارې په پاکستان کې او په ځانګړي ډول د پښتنو سيمو اقتصاد او ټولنیز ژوند زيات اغېزمن کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG