لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته بهرنۍ پانګونې 29فيصده کمې شوي، علتونه يې او اثرات به يې څه وي؟


د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک ويلي په مالي کال 2020، 21 کې نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې/ سرمايه کاري 29 فيصده کمه شوې ده، کار پوهان وايي د کرونا وبا سره د دې يو علت اېف اې ټي اېف او بل د افغانستان حالات دي.

د سټېټ بېنک ترمخه په روان مالي کال کې د بهر نه 1.85اربه ډالره نېغ په نېغه سرمايه کاري راغلې او تير کال دغه سرمايه کاري 2.6اربه ډالره وه.

اقتصاد پوهان وايي د بهرنۍ پانګونې کمېدو يو بنيادي علت خو په ګرده نړۍ کې د کرونا وبا اغېزې دي پاکستان هم د کرونا له امله اغېزمن شوی خو د پاکستان سره په ځانګړي ډول بيا ځینې نورې مسلې هم دي چې له امله ورته بهرنۍ پانګونې نه راځي.

د پانګونو کمېدو علتونه

د اقتصادي چارو کار پوهه خبريال وکيل الرحمان وايي د کرونا وبا له امله ځینې ملکونو په پاکستان کې سرمايه کاري نه ده کړې او چين د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) د لارې سرمايه کاري کمه کړې ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل پاکستان په نړيوال بونډ مارکيټ کې د سرمايه کارۍ دپاره بونډونه جاري کړي نو امريکا او برتانيه د بونډونو په لړ کې سرمايه کاري کړې ځکه سږ کال په پاکستان کې د امریکا او برتانيه سرمايه کاري سېوا شوې او د چین او نورو ملکونو هغه کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه د اېف اې ټي اېف خبره چې د ځنډ ښکار ده او پاکستان په خړ فهرست کې دی نو سرمايه کار دغه ملک ته بيا ډېر د تلو کوشش نه کوي. هغه وويل دوېمه خبره دا ده په افغانستان کې د روانو حالاتو له امله په پاکستان کې پانګونې په کمېدو شوي دي.

اېف اې ټي اېف

په نړیواله کچه د وسله والو د مالي سرچینو او په غېر قانونه توګه د پېسو د لېږلو رالېږلو د مخنیوي ادارې فاینانشل اېکشن ټاسک فورس، اېف اې ټي اېف په (25 جون) د پاکستان نوم په خړ فهرست کې د ساتلو فېصله کړې وه.

اېف اې ټي اېف ويلي وو پاکستان دې ترهګرو ته د سزا ورکولو او وسله والو خلاف د قانوني اقداماتو په لړ کې نور کار وکړي.

د اېف اې ټي اېف دغه فېصلې ته په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي وو دا به ټاکل وي چې اېف اې ټي اېف تکنيکي که سياسي فورم دی او دا به هم کتل وي چې دا خو د سياسي مقاصدو دپاره نه کاريږي.

قرېشي د نوم اخستو پرته ويلي وو ځينې قوتونه يا حکومتونه خواهش لري چې پاکستان د اېف اې ټي اېف د تُورې لاندې وساتل شي.

هغه زياته کړې وه چې پاکستان د اېف اې ټي اېف په 27 شرطونو کې 26 پوره کړي او په دې کې غوره پرمختګ شوی دی.

خو په پاکستان کې دننه څيړونکي اوس هم وايي پاکستان ته اوس هم ځينې ګامونه پورته کول پاتې دي.

د پانګونو کمېدو اثرات

وکیل الرحمان د پانګونو کمېدو د اثراتو په اړه وايي، پاکستان د نړۍ سره سوداګري په ډالر کې کوي او د بهر ملکونو نه چې پاکستان څه راغواړي نو په ډالره کې پېسې ورکوي او پاکستان ته ډالر د درېو لارو راځي، يو دا چې پاکستان بهر دنيا ته کوم څيز وليږي د هغې پېسې ورته په ډالر کې مېلاويږي، دوېم دا چې د بهر دنيا نه پاکستانيان پېسې رالېږي هغه په ډالر کې راځي او درېمه بهرنۍ سرمايه کاري ده.

هغه وويل بهر ته د څيزونو لېږلو د پاکستان حال ډېر ښه نه دی، البته د بهر نه پېسې راتلل يو څه ښه دي او د پانګونو کمېدو اثر به د ډالر د کمي په شکل کې ښکاره کيږي.

که ډالر کم راشي نو څه به وشي؟ نوموړی وايي، "د هغې اثر به دا وي چې پاکستانۍ روپۍ به د ډالر په مقابله کې د فشار سره مخ کیږي او روپۍ چې کمزوري کيږي نو د هغې اثر د ګرانۍ په شکل کې راځي لکه د بهر نه چې ته کم څیز راغواړې نو هغه درته ګران پريووځي او پاکستان چې زيات انحصار په بهرنيو څيزونو کوي نو چې په کرنسۍ فشار راشي ګراني ورسره جوړه شي او د نوي روزګار موقعې ورسره هم کمیږي".

د پاکستاني اقتصاد، ګرانۍ او بې روزګارۍ په اړه نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) نزدې درې میاشتې وړاندې په خپل يو رپورټ کې ويلي وو چې په روان مالي کال کې په پاکستان کې ګراني او بې روزګاري نوره هم سېوا کېدی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG