لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شیخ رشید:دسفیر دلور دتښتونې دپېښې نورې کړۍ معلومې شوي،یوازې یوه کړۍ راپاتې ده


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي اسلام اباد کې دلګیدلو کیمرو په مرسته دافغان سفیر دلور دتښتول کیدو دپېښې پلټنې روانې دي چې زیات پرمختګ پکې شوی اؤ اوس یوازې دیوې کړۍ موندل پاتې شوي چې دهغې تر موندلو وروسته به دا معامله راپه ډاګه شي.

د اتوار په ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته دکورنیو چارو وزیر ویلي اسلام اباد کې دلګیدلو کیمرو د ویډیوګانو نه ورته په ډاګه شوې چې دافغان سفیر لور له کوره پیاده وتلې اؤ مارکیټ ته رسېدلې وه اؤ له هغه ځایه بیا په ټیکسي کې ناسته اؤ کهډا مارکیټ کې کوزه شوې ده

تر دې وړاندې دخالي په ورځ دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې اسلام اباد نه دجمعې په ورځ دافغان سفیر نجیب الله علي خیل لور سلسله علي خیل تښتول شوې اؤ تښتوونکو له وهلو ربړؤلو وروسته ایله کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو داسې دعوې شوې چې دسفیر شپږ ویشت کلنه لور تښتوونکو نزدې پینځه نیم ساعته دځان سره ایساره کړې اؤ په هغې یې زیات تشدد هم کړی دی.

افغان حکومت ددې پېښې پسر پاکستان ته سخت احتجاج هم کړی اؤ داتوار په ورځ کابل کې افغانانو دپاکستان دسفارتخانې مخې ته دپېښې په ضد احتجاجي مظاهره هم کړې ده.

شیخ رشید وویل دپټو کیمرو په ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې دکهډا مارکیټ نه دسفیر لور یو بل ټیکسي ته ختلې اؤ پېنډۍ ته په تګ لیدل کیږي.

دنوموړي په وینا پینډۍ کې چې دغه جینۍ دکوم شاپنګ مال مخې ته دټیکسي نه کوزه شوې دهغې ویډيو هم شته اؤ بیا هغه د دامن کوه سیمې نه په دریم ټيکسي کې ناسته ده.

شیخ رشید وایي په دې ټولو کړیو کې یوازې دا کړۍ نه ده ترلاسه شوې چې هغه د پینډۍ نه دامن کوه ته څنګه رسیدلې ده؟

خو په دې ټول مطبوعاتي کانفرنس کې هغه رسنیو ته نه دي ویلي چې په دغه ویډيوګانو کې دسفیر دلور تښتوونکي هم ښکاره دي اؤ که نه؟ اؤ که ښکاره دي نو هغوئ څوک دي ؟

هغه ویلي دشپې دوه بجې پولیسو ته ددې تښتونې په ضد درخواست ورکړل شوی اؤ بیا پولیسو مقدمه درج کړې چې هغې 34,506,354, اؤ 365دفعې درج کړل شوي دي.

هغه ویلي که چرې اوس ترماښامه دا خبره معلومه شي چې دسفیر لور څنګه دپینډۍ نه دامن کوه ته رسېدلې نو بیا نوره معامله هواره ده .

هغه ویلي وزیراعظم‌ دا48ؤ ساعتو دننه دې پېښه کې دککړو کسانو دنیولو امر کړی خو که په 48 ساعتو کې ونه شوه نو په 72ساعتو کې به ضرور دا معامله خپل انجام ته ورسیږي.

په ټولنیزو هم دپاکستان دحکومت مخالفو سیاستمدارانو اؤ مدني فعالانو داسلام اباد په څېر یو خوندي ښار نه دسفیر دلور په تښتونه پوښتنې راولاړې کړي اؤ وایي څنګه کیدای شي چې دپلازمینې نه دمنځ نه په دومره سختو امنیتي تدابیرو اؤ د سلګونو خفیه کیمرو په موجودیت کې دسفیر لور تښتول کیږي اؤ د دوؤ شواروزو باوجود لا حکومت په دې پېښه کې ککړ کسان معلوم نه کړی شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG