لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني پاکستان ته: طالباني حکومت ځان ته وغواړئ


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، پاکستان "وايي د طالبانو راتګ به پاکستان ته خطر جوړ کړي ، مونږ ته يې غواړي ځان ته يې نه غواړي، ايا په پاکستان کې يو هم ګوند يا سياستمدار حاضر دی چې طالباني حکومت په پاکستان کې ومني؟، طالبان ځان ته وغواړئ نه مونږ ته"

د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د نهې/ سه شنبې په ورځ د لوی اختر په مناسبت پېغام کې وويل، "پشي شا د پاکستان هر چارواکی وايي چې طالبان وحشيان دي، عمران خان راته هم وايي چې طالبان به لکه د مجاهدينو د يو بل سره ښکېل شي بل درته وايي چې دوی په طالبانو هيڅ نفوذ نه لري چې د مذاکراتو مېز ته يې راولي دا يې واضح پېغام دی".

هغه زیاته کړه پاکستان مونږ ته وايي چې "د طالبانو حکومت په هيڅ صورت د پاکستان ته په ګټه نه دی خو بیا ګورو چې د پاکستان مطبوعات ټول د طالبانو په ملاتړ ولاړ دي".

د پاکستان حکومت په سمدستي ډول د افغان ولسمشر اشرف غني دغه بيان ته غبرګون نه دی ويلی خو پاکستان تل دغه دريځ تکرار کړی چې په افغانستان کې سوله غواړي او د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان پرون د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په ليدو کې ویلي، چې تل يې په دغه خبره زور راوړی چې د افغانستان د شخړې حل پوځي نه دی او په زوره جوړېدونکی حکومت به شخړه هواره نه کړی شي يواځې د خبرو د لارې روغه جوړ جاړی په افغانستان کې تل پاتې سوله او استحکام راوستی شي.

اشرف غني په خپله ننۍ وېنا کې وویل، "طالبان د سولې نيت او اراده نه لري مونږ دا هېيت ځکه وليږو چې حجت تمام شي، چې په واضح توګه مونږ هم نيت د سولې لرو، هم اراده او هم مو سولې ته قرباني ورکړه مګر طالبان نيت او اراده نه لري بايد د دې په اساس مونږ تصاميم ونيسو".

هغه وويل "اوس بايد ولس د طالبانو يو لړ پوښتنې وکړي، طالبان ولې ودانۍ ورانوي؟ ولې حب الوطن طالبانو ته پېغور دی؟ ولې خلک اعداموي؟ ولې په لارو او کورونو کې بمونه ږدي؟ ولې موټر بمونه کاروي؟ ولې جوماتونه شهيدانوي؟ يو لسټ مې کتلو طالبانو 150 جوماتونه شهيدان کړي دي، ولې ديني علما وژني؟"

نوموړي زياته کړه "تر ټولو مهمه پوښتنه، د لشکر طیبه، جېش محمد او القاعده سره څه اړيکې لرئ؟ ټول پوهيږي چې دا ډلې مو ملګري دي، پوښتنه دا ده چې ايا افغانستان د نړيوالې ترهګرۍ مېدان ګرځوئ؟".

هغه طالبانو په مخاطب کولو سره وويل "پاکستان کې مو ژوند وکړو پناه ګاوې مو هلته دي، پوښتنه وکړئ چې هلته څه دول قانون حاکم دی؟ ايا محاکم په انګريزي دي يا په اردو، ايا د انګرېزانو د دوران قوانين بدل شوي دي؟".

افغان ولسمشر طالبانو ته وويل، "ولس ته حساب ورکړئ راتلونکي د دې اولس نه څه غواړئ، طالبانو، ايا د افغانستان ولس ته يوه زره مثبت پېغام لرئ؟".

هغه زیاته کړه "خبره دې ته راځي چې طالبان په توره قضاوت کوي، ځکه پاکستان په واضحه توګه مونږ ته وايي چې د جنګ مېدان ته تغير ورکړئ بيا به طالبان بل دريځ ونيسي".

هغه وويل د سولې پروسه چې مو شورو کړې وه د سولې دپاره مو زمينه برابره کړه او بهرنیانو ته مو دوه کاله مخکې وويل چې راشئ د وتلو پروګرام مو جوړ کړو.

نوموړي پوښتنه وکړه اوس "د قدرت پرته د طالبانو پلمه څه کېدی شي؟"، علماو دوی ته وویل چې راشئ وغږېږو په شريعت او قران باندې، خو طالبان د وچ زور خبره کوي.

افغان ولسمشر اشرف دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په 19 جولايۍ په قطر کې د طالبانو د سياسي مذاکراتي دفتر وياند محمد نعيم د افغان حکومتي پلاوي او طالب استازو د دو ورځنيو خبرو وروسته په ګډه جاري کړې اعلاميه کې ويلي وو،

دواړو اړخونو دا اتفاق کړی چې د مذاکراتو د تېزېدو ضرورت شته او دوی به "د لوړې کچې مذاکراتو کې ښکیل پاتې شي"، مګر دا نه ده واضح شوې چې د دوی د مذاکراتو بل دور به څه وخت او چېرته وي. خو د افغانستان د مصالحې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په اختتامیه غونډه کې وویل چې حکومت د سولې دپاره کلک عزم لري او مذاکرات به په آینده هفتو کې دوام پیدا کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دواړه اړخونه به په آینده کې دغه قسم غونډو ته دوام ورکړي. همدا راز د اعلامیې ترمخه، د افغانستان دولت او طالبانو دواړو په دې اتفاق کړی چې "په ټول افغانستان کې ملکي زیربناوې خوندي پاتې شي،‌ اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي او د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي".

بل لور ته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت خپل یو مبینه پیغام کې ویلي چې طالبان غواړي د افغانستان لانجه په سیاسي خبرو هواره شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG