لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا:پاکستان دې دتندروه ډلو پرضد پلټنې وکړي اؤ سزاګانې دې ورکړي


د امریکې دخارجه چارو د وزارت ویاند نیډ‌ پرایس پرون دګل په ورځ اوونيز خبري کانفرنس ته وویل امریکا پاکستان ته ډاد ورکوي چې د ملګرو ملتونو لخوا دنومول شوؤ تندروه مذهبي ډلو پرضد پلټنې وکړي، مقدمې جوړې کړي او هغوئ ته سزاګانې ورکړي.

امریکې ویلي چې پاکستان دترهګرۍ دمالي مرستو او دناقانونه پېسو په لیږد د څار نړیوالې ادارې ایف ای ټي اېف په 27 نکاتي کاريز پلان کې په 26 سپارښتنو زړه پورې عمل کړی او وايي پاکستان ته دا ډاډ هم ورکوي چې د ایف ای ټي ایف په دویم نوي کارېز پلان باندې هم‌ په چټکتیا سره عمل وکړي.

د امریکې دخارجه چارو د وزارت ویاند نیډ‌ پرایس پرون دګل په ورځ اوونيز خبري کانفرنس ته وویل امریکا د ایف ای ټي ایف او نړیوالې ورورولۍ سره دکاريز پلان په پاتې سپارښتنو د عمل په لړ کې پاکستان ته ډاد ورکوي چې د ملګرو ملتونو لخوا دنومول شوؤ تندروه مذهبي ډلو پرضد پلټنې وکړي، مقدمې جوړې کړي او هغوئ ته سزاګانې ورکړي.

څېړونکي وايي پاکستان ته به دخوښو اؤ ناخوښو ټولو هغه ډلو پرضد عملي ګامونه پورته کول وي چې دهیواد دقوانینو څخه سرغړونه کوي.

دامریکا دخارجه چارو د وزارت د ویاند نیډ پرایس وينا ده چې امریکا د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لیږد د څار دنړیوالې ادارې ایف ای ټي اېف په لمړي کاريز پلان د پاکستان پرله پسې هڅې مني او ددې مرسته کوي.

د ایف ای ټي ایف لخوا په دې وروستیو کې د پاکستان دنوم په خړ فهرست کې دپرځائ ساتلو پرېکړې او په دې لړ کې د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ په يو بل دلګیدلو تورونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ویاند وویل مونږ د پاکستان ډاډګيرنه کوؤ چې د ایف ای ټي ایف په دويم او نوي کاريز پلان به هم په چټکتیا سره عمل وکړي.

د امریکې دبهرنیو چارو د وزارت د ویاند دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د هندوستان د خارجه چارو وزیر جی شنکر د تېر اتوار په ورځ ویلي وؤ هند دا خبره باوري کړې چې پاکستان د فناننشنل ایکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې پرځائ پاتې شي.

دغه بيان ته دپاکستان دخارجه چارو وزارت په خپل غبرګون کې د جی شنکر دابيان د اسلام اباد د دريځ پخلی او دهند اعتراف بللی او ویلي یې وؤ ددې نه دا خبره ثابته شوه چې هند دغه تنظیم د خپلو سياسي مقصدونو لپاره کاروي.

ایف ای ټي اېف د تېرجون میاشت کې د پاکستان دنوم په خړ فهرست کې پرځائ دساتلو پرېکړه کړې وه او ورته يې ویلي وؤ چې د خړ نوملړ څخه د وتلو لپاره به پاکستان ته لا نور ګامونه پورته کول وي.

د اقتصادي چارو خبریال او کارپوهه مهتاب حیدر وايي پاکستان د ایف ای ټي ایف د 27 نکاتي کاريز پلان د سپارښتنو په ترڅ کې د ترهګرو د مالي سرچينو وچولو او مني لانډرنګ د مخنیوي په موخه يو شمېر نوي قوانین جوړ کړي دي او د لاقانونه تندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه ځینو مشرانو ته دترهګرۍ ضد عدالت سزاګانې هم ورکړې دي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړی وايي، پاکستاني عدالتونه ازاد دي خو د ترهګرۍ په مالي مرستو کې ککړو ډلو ته به سزاګانې ورکول وخت اخلي.

دی وايي په دغو جرمونو کې د ککړو مذهبي تندروه ډلو پرضد غوڅ او عملي ګامونه پورته کول د پاکستان په خپله ګټه کې هم دي.

مهتاب حیدر وايي، پاکستان له پکار ده چې د ښو او بدو یا دخوښه ناخوښه هغو ټولو ډلو پرضد ګامونه واخلي چې د هیواد د قوانينو څخه سرغړونه کوي او ترڅو چې یې په عملي توګه واضحه ګامونه نه وي اخستې نو د رياست عملداري نشي باوري کېدی.

پاکستان د ایف ای ټي ایف په 27 نکاتي کاريز پلان کې په 26 سپارښتنو بشپړ عمل کړی او دا خبره ایف ای ټي ایف هم په خپله وروستۍ غونډه کې منلې وه خو بیا هم ورته د ترهګرۍ دمالي مرستو او پېسو دغېرقانوني لیږد پرضد یې د نورو کوټلو ګامونه پورته کولو وېنا کړې ده.

سږکال د جون مياشت کې د غونډې وروسته ایف ای ټي ایف پاکستان ته ىو بل نوی د اوو نکتو کاريز پلان هم ورکړی او څېړونکي وايي په دغه نوي پلان د بشپړ عمل نه وروسته کبدای شي چې پاکستان د خړ فهرست نه وځي.

دپاکستان دخارجه چارو وزیر شاه محمود قريشي د اېف ای ټي ایف د پرېکړې وروسته ویلي وؤ دا به کتل وي چې اېف ای ټي ایف خو سياسي اداره نه ده

XS
SM
MD
LG