لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نصرالله زېری: زما 11 کلن زوی د ریاستي ادارو مخپټو کسانو تښتولی وو


په کوټه کې د نصرالله زېري د زوی د "تښتونې" په ضد احتجاجي مظاهره

واشنګټن ـــ په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یواځینی غړی او د حکومت او ریاستي ادارو کلک نقاد نصرالله زېری وایي، د ده یوولس کلن زوی د پینځم جماعت زده کوونکی ولسیار خان پرون "مخپټو کسانو تښتولی او تر پینځو ګنټو وروسته یې بیرته خوشي کړی وو".

د بلوچستان حکومت او پولیسو تر اوسه رسنیو ته د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

زېري نن وي او اې ډیوه ته وویل چې د دې پېښې مقدمه د کوټې د مشرقي بای پاس په عبدالخالق شهید بوسه منډۍ پولیس تاڼه کې درج شوې ده، چې کاپۍ یې وي او اې ډیوه هم تر لاسه کړې ده.

نن په کوټه کې د هغه د زوی د تښتونې په ضد خبري غونډه او بیړنۍ احتجاجي مظاهره هم وشوه، په احتجاجي مظاهره کې د «اغواګردي دهشتګردي، مرده باد» او «د ولسیار خان تښتوونکي دې ونیول شي» نعرې بیا بیا ووهل شوې.

ښاغلي زېري د دوشنبې- ګل په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې حکومت او امنیتي ادارې دې د هغه د زوی تښتونکي ونیسي او په سزا دې یې و رسوي. وایي کورنۍ ته یې له دې پېښه ډېره صدمه رسېدلې ده:

"سهار د کور تر مخ د ریاستي ادارو شپږ وسلوالو په موټر کې تښتولی او د ماشوم بچي پر سترګو یې پټۍ ور تړلې وه پینځه ګنټه یې په نامعلوم ځای کې ساتلی وو او بیا یې سریاب پول ته نیژدې پر دوکاني بابا چوک له موټره غورځولی وو او بیا هغه مسلسل درې ګنټې په پښو کور ته راورسېد".

نصرالله زېري وویل تښتونکو د ده له زوی څخه د هغه خپل او د ده [زېري] نوم پوښتلی او بیا یې وروسته خوشي کړی دی. وایي "دا اقدام د هغو ادارو له خوا دی چې موږ له خپل قامي سیاست څخه دستبرداره کوي".

د نصرالله زېري د زوی د "تښتونې" په ضد په کوټه کې احتجاجي مظاهره
د نصرالله زېري د زوی د "تښتونې" په ضد په کوټه کې احتجاجي مظاهره

نن د جولای پر 20مه د کوټې په پریس کلب کې د خبري غونډې په مهال د نصرالله زېري تر څنګ د پښتونخوا ګوند له نورو مشرانو سره د هغه زوی ولسیار خان هم ناست وو، چې پر څېره یې د ویرې اثرات لیدل کېدل.

نصرالله زېري خبري غونډې ته وویل پرون یې تر دې پېښې وروسته د بلوچستان د پولیسو له مشر او ډي ای جي سره د رابطې هڅه وکړه خو وایي هغوی جواب ور نه کړ او بیا یې د کورنیو چارو وزیر ضیاء لانګو ته په ټیلیفون د پېښې حال ورکړ، له هغه وروسته د شپې د پولیسو ای جي او ډي ای جي ورته ټیلیفون وکړ:

"ایس پي پولیس کور ته راغی او راته ویې ویل چې موږ [د پولیسو] ډلې جوړې کړې دي په دوو ورځو کې به تاته حال درکړو او موږ به تر تورنو کسانو پورې ورسېږو".

په کوټه کې د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني ته ټیلیفون کړی او بیا یې له هغه د وټسپ له لارې پر دې پېښه د غبرګون غوښتنه کړې خو نوموړي جواب ورته نه دی ویلی.

ښاغلی زېری وایي برسېره پر دې چې حکومت په ښار کې د پټو کېمرو پر لګولو په اربونو روپۍ لګولې دي، د ده د زوی تښتونکي تر څلرویشت ګنټو وروسته هم نه دي نیول شوي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اپوزیشن غړي نصرالله زېري زوی په داسې حال کې "تښتول شوی"، چې د دې ګوند صوبایي صدر پخوانی سنېټر عثمان خان کاکړ هم د تېر جون پر 17مه له خپل کوره په ناروغ حالت کې لومړی د کوټې او بیا د کراچۍ روغتون ته یووړل شو او د جون پر 21مه یې له نړۍ سترګې پټې کړې.

بل لور ته د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی ملک عبیدالله کاسی هم د جون پر 27مه د کوټې او کچلاغ سیمې تر منځ د کتیرو په کلي کې نامعلومو کسانو تښتولی چې لا تر اوسه هم ورک دی.

XS
SM
MD
LG