لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دسولې اراده لرو خو دښمن ته به هیڅکله تسلیم نه شو


دافغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غني وایي دافغانستان دولت دسولې دپاره کلکه اراده لري خو هیڅکله هم دښمن ته نه تسلیمیږي .

دچهارشنبې په ورځ کابل کې دکمانډو ځواکونو دمرکز څخه دلېدنې په مهال هغه سرتیرو ته خپله وینا کې ویلي چې “دافغانستان په اوبو اؤ ستراتیژیک موقعیت اوس زمونږ خپل واک ټینګ شوی نو ځکه دافغانستان په دښمنانو اور بل دی اؤ بدل یې مونږ نه دجګړې په شکل کې اخلي”

هغه پخپله وینا کې نه ده واضحه کړې چې ددښمن نه یې مراد څوک دي؟ خو پخپلو وروستیو ویناګانو کې ولسمشر غني زیاتره مهال په پاکستان نیوکې کوي چې افغانستان کې جګړې ته لمن وهي اؤ ددغه هیواد نه وسله وال دبریدونو دپاره افغانستان ته ور اوړي.

پاکستان دافغان ولسمشر دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي په افغان سوله کې تر ټولو غوره رول پاکستان ادا کړی اؤ په اسلام اباد دکابل لخوا بدامنۍ ته دلمنۍ وهلو تورونه بې اساسه دي.

خو ددې ترڅنګ دپاکستان چارواکي زیاتره وخت پخپلو مرکو اؤ څرګندؤنو کې دا اعتراف هم کوي چې دطالب مشرانو کورونه په پاکستان کې دي اؤ هغوئ خپل علاج هم دپاکستاني روغتونونو څخه کوي.

ښاغلي اشرف غني ویلي چې طالبان دالقاعده،جیش محمد اؤ لشکر طیبه په څېر ترهګرو ډلو سره ژورې اړېکې لري اؤ غواړي چې افغانستان دترهګرو په ځاله یا پټنځائ بدل کړي خو افغان ځواکونه اؤ دافغانستان خلک به کله هم طالبان دې کار ته پرې نه ږدي.

هغه دافغانستان کمانډو ځواکونه ته ډاډ ورکړی “ چې که هر ډول ملاتړ ته اړتیا لري ورته به رسیږي خو زمونږ د ارادې سرچینه دافغانستان خپلواکي،برابري اؤ دتیرو شلو کلونو دلاسته راوړنو ساتنه ده”

ولسمشرغني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې دافغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو دلړۍ پیل کیدو سره سم دافغانستان بیلابیلو برخو ته دجګړو لړۍ پراخه شوې اؤ طالبان دعوې کوي چې په شلګونو ولسوالۍ یې دخپل واک لاندې راوستي دي .

خو افغان دولت بیا دطالبانو دا ادعاوې یوازې یوه پروپیګنډه بولي اؤ وایي په زمکه داسې هیڅ نشته چې ګنې طالبانو د افغانستان زیاته برخه خاوره دخپل تسلط لاندې راوستې ده.

افغان حکومت دا هم وایي چې که چرې دطالبانو دعوې دا دعوې ریښتیا وي چې دافغانستان زیاته برخه خاوره یې نیولې نو بیا د دوئ مشران بهر ولې میشت دي اؤ ولې دهیواد دننه نه اوسیږي؟

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG