لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا پېښې د یو ملين نه سېوا شوې


په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس د اخته شوو کسانو شمېره د يو ملين يا لس لکو نه سېوا شوې ده او 22زره 939 کسان ترې مړه شوي دي.

سرکاري شمېرې ښايي په تير شوا روز کې نور 1425 کسان په کرونا اخته شوي او 11 ترې مړه شوي دي.

خو ويل شوي تراوسه پورې نهه لکه 23زره 472 کسان چې په کرونا اخته شوي وو ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې د کرونا څخه زیات خلک په سيند صوبه کې اخته شوي او زیات مړي ترې په پنجاب صوبه کې شوي دي.

په پنجاب کې د کرونا څخه لس زره 909 کسان مړه شوي او درې لکه 51 زره 707 کسان پرې اخته شوي دي.

په سيند کې درې لکه 62زره 182 کسان په کرونا اخته شوي او 5785 ترې مړه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې 4405 کسان د کرونا څخه مړه شوي او يو لک 41زره 359 پرې اخته شوي دي. د کرونا څخه په اسلام اباد کې 789 او بلوچستان کې 321 کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا ضد ويکسين لګول هم دوام لري او سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې 68 لکه 69زره 346 کسانو ته د کرونا ضد دوه، او يو کروړ 92لکه 7382 کسانو ته د ويکسن یو ډوز لګول شوی دی.

چارواکي وايي اوس هم په ملک کې د کرونا وبا خوره ده او حکومت بيا بيا په خلکو غږ کوي چې احتیاط وکړی ماسک واچوي او نور احتیاطي تدابير خپل کړي.

ډاکټران وايي په ملک کې په وروستيو کې یو ځل بيا د کرونا پېښې سېوا شوي او د لوی اختر په مهال ويل شوي که خلکو د ګڼې ګوڼې څخه احتياط ونه کړو پېښې نورې سېوا کېدی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG