لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کښې په وړومبي ځل ښځېنه پټواریانې بهرتي شوي


دپاکستان تاريخ کې په وړومبي ځل خیبر پښتونخوا صوبه کې دولس ښځينه پټواریانې بهرتي کړل شوې دي.

د پټوارۍ دامتحان کې له بریالي کیدو وروسته د خېبر پښتونخوا حکومت څه ۱۲۰ نوي پټواريان بهرتي کړي دي چې دې کې دولس میرمنې هم شاملې دي.

د بورډ اف رېوينو دیو سينئر غړي ظفر علي شاه تر مخه په دغه نوؤ پټواريانو بهرتي کولو کې لس فيصدي برخه دوئ ښځو ته ځانګړې کړې ده.

هغه وایي دغه ښځينه پټواریانې به دښځو دجائیداد دمسلو لړ کې نورو ښځو له مرستې ورکوي.

"دا په تاريخ کې په وړمبي ځل په خېبر پښتونخوا کې په جون ۲۰۲۱ کې ۱۲ ښځينه پټواريانې بهرتي شوې دي. دې د پاره چې ښځو ته خپل حقونه په اسانۍ سره ترلاسه شي او څوک ورسره جعلسازي ونه کړي"

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي ظفرعلي شاه ویلي د ټولو نوؤ پټواريانو به ۵۰ کاله وروسته چې د پټوار کورس کې کوم بدلون راغلی دی د هغې لاندې به يې تربيت کيږي چې پکې د کمپيوټر او جي ايي اېس يا جيوګرافک انفارمېشن سسټم هم شامل دی

د پېښور پوهنتون د صنفي تعليماتو دڅانګې يو استاد محمد افتخار وايي هر څو که دغه فېصله کې ډېر وخت ولګېدو خو بيا هم دا يوه ډېره ښه فېصله ده چې ښځينه پټواري په خېبر پښتونخوا کې بهرتي کيږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دا دخېبر پښتونخوا حکومت يو ډېر مهم قدم دی ځکه چې تر اوسه د پوليس او د پټوار غوندې محکمو کې به زياتره نارينه ؤ کار کولو.

"په عمومي توګه پټوار خانه دسړو د برترۍ محکمه پاتې شوې ده چې پکې د سړو شمېره ډېره زياته ده. که مونږه چرې سوچ وکړو په دغه هکله باندې هغه ښځې چې پرده کوي او د خپل يو جایز کار دپاره هم کله چې پټوارخانې ته راتلل غواړي نو نه شي راتلی.او په دغه موقعه ورته د کور سړي هم بهانې کوي چې هلته ټول سړي لکه وکيل، پټواري او يا تحصيلدار دی. نو زه دا فکر لرم چې پټوار خانې ته د ښځو راتلو سره دغه يو مسله به هم حل شي چې ښځې به په ډاډه زړه پټوار خانې ته ځي او خپل کار به ترسره کوي"

دپېښور پوهنتون پروفېسره ډاکټر انوش خان چې د صنفي تعليماتو دڅانګې مشره ده هغه هم وایي د ښځو داسې شعبو کې راتلل به صنفي تفريق ختم کړي.

وي او ای ډيوه ته هغې وویل اکثره ښځو ته په بعضې ځايونو کې کار روزګار يا نوکري ځکه نه ورکول کيږي چې د هغې جنس ښځه دی او په هغې دماشومانو او د کور ذمه وارۍ وي او وېره دا کيږي چې هغوئ به لکه دنارينه کار نه شي کولی.

هغه وايي هم دغه وجوهات دي چې د سړو په پرتله ښځو ته دکار روزګار موقعې هم کمې وي او په پاکستان کې يو غټ صنفي فرق موجود دی.

"چې څومره د روزګار ورکولو ادارې دي يا خلک دي نو د هغوئ دا سوچ دی (په خاصه توګه پاکستان کې) که مونږه ښځې او جينکۍ واخلو د خپلې ادارې لپاره او يا ورله څه روزګار ورکړو نو سبا له به د دوئ واده وي. بيا به د دوي ماشومان کيږي نو بيا به دوئ مونږ نه رخصت يا چوټي غواړي. نو دا يوه ډېره لويه او سنګينه مسله ده. چې په ډیرو ځايونو کې ښځو ته صرف په دې وجه د روزګار موقعې نه ترلاسه کیږي چې هغوئ ښځې دي"

پوهان وايي پټوارخانې، پوليس او نورې داسې محکمې چرته چې د ښځو په مقابله کې د سړو شمېره ډېره وي داسې محکمو کې د ښځو بهرتي کول نه يواځې د نورو ښځو د جائېداد، وراثت او نور داسې مشکلات هوارولو کې هغوئ ته اسانۍ پېدا کوي بلکې دې سره به داسې شعبو کې د ښځو او سړو تر مينځه صنفي تفريق هم راکم شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG