لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت:طالبانو سپین بولدک کې پاکستاني ملېشې تر صفري نقطې راتیرې کړي دي


دافغانستان د رسنیو اؤ اطلاعاتو دڅانګې مشر دواخان مینه پال په طالبانو تور لګولی چې په سپین بولد کې یې دپاکستان ملیشه ځواک له صفري نقطې رااړولی دی.

په ټویټر ښاغلي مینه پال خپلو دوؤ بیلابیلو ټویټونو کې لیکلي “د ترهګرو یوازې لباس افغاني دی. فکر، غوښتني او برنامه یې ټوله دپاکستان ده”

تر دې وړاندې دافغانستان ولسمشر اشرف غني هم روانه میاشت په ازبکستان کې داسیاء دپیوستون نړیوال کانفرنس ته د وینا په مهال تور لګولی ؤ چې په نزدې ورځو کې دپاکستان اؤ ځېنو نورو هیوادونو څخه ۱۰زره وسله وال افغانستان ته اوښتي دي.

خو هم دغه کانفرنس ته خپله وینا کې بیا دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې افغانستان کې دامن دپاره دپاکستان هومره قربانۍ هیچا نه دي ورکړي.

دوا خان مینه پال وایي طالبانو سپین بولدک کې دخپلو بادارانو په امر نسل وژنه روانه کړې ده اؤ هغه پوښتنه کړې ده چې طالب څوک اؤ دچا په امر وژني .

سپین بولدک کې دطالبانو په ملتیا دپاکستاني ملیشه ځواک دصفري نقطې نه د ورتیریدو په اړوند دافغانستان درسنیو اؤ اطلاعاتو دڅانګې مشر کوم ثبوت مخې ته نه دی راوړی .

خو په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې په پراخه میدان کې ګڼ شمیر افغانان لیدل کیږي چې تر څنګ یې دپاکستان ځواکونه ولاړ دي خو ددې ویډیو نه په واضحه ډول دا اندازه نه کیږي چې دا دپاکستان خاوره ده که دافغانستان ؟

دافغانستان پژواک خبري اژانس وایي ویډيو کې ښکاري چې پاکستاني ځواکونه د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د نظر په نوم له امنیتي پوستې ډېر وړاندې د افغانستان خاورې ته داخل شوي>

طالبانو یا هم پاکستاني چارواکو هم لا ددې تورونو په هکله څه نه دي ویلي چې ګنې دپاکستان ځواکونه دافغانستان خاورې ته ور اوښتي دي.

تر دې وړاندې وړاندې افغان چارواکو اؤ دبشري حقونو سازمانونو په طالبانو تور لګولی ؤ چې په سپین بولدک دقبضې په مهال یې په لسګونو بېګناه خلک وژلي اؤ له دخلکو کورونو ته هم ورننوتلي دي خو طالبانو دغه تورونه په سختۍ سره رد کړي وؤ.

طالبانو ویلي هغوئ اماده دي چې دنړیوالو رسنیو استازو ته سپین بولدک ته دسفر زمینه مساعده کړي ترڅو هغوئ پخپله دلته دخلکو نه پوښتنې وکړي چې دطالبانو نه ورته کوم ضرر رسیدلی دی که نه ؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG