لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په پينځه ضلعو کې د 28 جولايۍ نه د کرونا ويکسينو کور په کور کمپاېن پېل کيږي


د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي د صوبې په پينځه ضلعو کې د 28 جولايۍ څخه د کرونا ضد ويکسينو لګولو کور په کور کمپېن پېل کوي. حکومتي چارواکي وايي د لسم اګست وروسته به دا کمپاين نورو ضلعو ته غځول کیږي.

د خېبر پښتونخوا د ويکسينو لګولو ادارې (اي پي ايي) مشر ډاکټر محمد عارف وي او اې ډيوه ته وويل د کرونا ضد ويکسين لګولو پريکړه يي ځکه کړي چې د وبا څلورمه څپه په تيزۍ سره روانه ده او د ډيلټا ډول خطرناک وايرس هم شتون لري.

محمد عارف وويل د28 جولايۍ څخه به پېښور، اېبټ اباد، سوات، مردان او مانسهره کې لومړی پړاو پېل کيږي او بيا به نورو ضلعو ته غځولی شي.

هغه وويل "مونږ غواړو چې خلکو ته ويکسين کور په کور ورورسوو، او دا به د څلورمې څپې په مخه نيولو کې ګټور ثابت شي او بله دا چې هغه خلک کوم چې د مرکزونو لري اوسيږي يا معذوره وي نو هغوي ته به په کور ويکسين ولګول شي".

ډاکټر عارف وويل دا کمپاېن به د پوليو کارکوونکو، اېل ايچ ويز او نور د صحت عملې په مرسته ترسره کولی کيږي او څنګه چې د پوليو او نورو بيمارو په ضد قطرې ورکول کيږي په هم هغه څېر به دا کمپاېن کولی شي.

د کور په کور کمپاېن په اړه د خېبر پښتونخوا حکومت د کرونا وبا د پاره وياند ډاکټر اکرام الله وويل چي کومو په ضلعو کې د کرونا کېسونو کچه زياته ده په هغې کې دا کمپاېن پېل کوي، نوموړي وويل تراوسه په صوبه کې 35لکه خلکو ته ويکسين لګول شوي چې پکې اووه لکه ته دواړه ډوزه لګول شوي دي.

ډاکټر اکرام وويل دوی غواړي چې 40 فيصده ابادۍ ته ويکسين ولګوي چې ورسره به د وبا په تيزۍ سره خورېدو مخه ونيول شي.

د کرونا وايرس د ډېلټا ډول په اړه ډاکټر اکرام وويل تر اوسه پورې په صوبه کې 16 يو او اووه نور کېسونه مخې ته راغلي دي، نوموړي وويل د ډيلټا ډول ټېسټ دوی د اسلام اباد اېن ايي ايچ ته ليږي او په نزدې ورځو کې دوي هڅه کوي چې د دغه ټيسټونو اسانتاوي په صوبه کې هم برابر کړی شي.

په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې يو لک 41زره 925 کسان په کرونا اخته شوي او 4420 ترې مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا څخه ټول 23زره 48 کسان مړه شوي دي.

په ملک کې د کرونا ضد ويکسينو لګولو عمل هم روان دی او سرکاري شمېرې ښايي تراوسه پورې په ملک کې د کرونا ټول دوه کروړه او د 54 لکه نه زیات ويکسين لګول شوي چې پکې د 52 لکه نه زياتو کسانو ته دوه، دوه ډوزه او دوه کروړه دوه لکه نه زياتو کسانو يو ډوز لګول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG