لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبايډن په عراق کې د امریکايي پوځ د جنګي ماموريت ختمولو اعلان وکړو


د امریکې صدر جوبايډن د ګل/ دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د عراق د وزيراعظم مصطفی الکاظمي سره د ليدو په مهال اعلان کړی چې امريکا په عراق کې پوځي جنګي ماموریت ختموي.

نوموړي په اوول افس کې ويلي امریکايي پوځ به "تربيه او د داعش پرضد عملياتو کې مرستې جاري ساتي او د روان کال د اخرې پورې به جنګي ماموريت ختم کړي".

بايډن په دغه اړه څه نه دي ویلي چې په عراق کې موجودو 2500 امریکايي سرتيرو کې به څومره پاتې کیږي.

د ګل په ورځ د ناستې په اړه ګډه اعلاميه کې ويل شوي، "امنيتي اړيکې به په بشپړ ډول د روزنې، مشورو ورکولو، مرستو او استخباراتي مالوماتو شريکولو ته انتقال شي او د روان کال 2021 د 31 دسمبر پورې به جنګي ماموريت پای ته ورسي".

د سپينې ماڼۍ وياندې جېن ساکي په لیدنه کې د شوو خبرو په اړه خبريالانو ته ويلي، "دا په ماموريت کې بدلون دی، نه چې اړيکې يا موجودګي او يا د عراقي مشرتابه سره تماس ختمول دي".

د امریکې د دفاع وزیر لوېډ اسټن د خالي/ شنبې په ورځ په الاسکا کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، په عراق کې د امریکا پوځ د ډېر څه کولو وړتيا لري.

په عراق کې د داعش پرضد په کال 2014 کې د امریکا په مشرۍ اتحاد عملیات پېل کړي وو.

امریکې او عراق د روان کال د اپرېل په مياشت کې په ماموريت بدلولو اتفاق کړی وو او د هغې وروسته امریکايي پوځ د عراقي ځواک تربيت او هغوی ته مشورې ورکول پېل کړي وو.

په کال 2017 کې د داعش د خلافت پرضد د بريا اعلان شوی وو خو داعش اوس هم په سيمه کې شتون لري.

په عراق کې د جنګي ماموریت ختمولو د اعلان نه وړاندې جوبايډن د افغانستان نه هم د امریکايي ځواکونو ويستلو اعلان کړی چې د 11 ستمبر پورې به امریکايي ځواکونه د افغانستان نه اوباسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG