لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سيند: هغه تن نيول شوی چې په زوره يې په هندو هلک د الله اکبر نعرې وهلې وې


د سيند صوبې حکومتي ویاند ويلي هغه تن يې نيولی چې په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ويډیو کې يو تن په تهرپارکر ضلع کې يو هندو هلک په زوره نيولی په هغه د الله اکبر نعرې وهي او په بهګوان پسې دې ښکنځلي وکړي.

د سيند صوبې حکومتي وياند مرتضي وهاب پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (27 جولايۍ) مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، دغه د شرم ډک عمل دی هغه يې غندنه کوي او پوليس ته لارښوونه کړې وه او دغه تن چې هندو هلک يې په زوره نيولی وو په بدين کې نيول شوی دی.

نوموړي په ټویټر هم د دغه تن د نیولو ويلي دي.

د ټريبيون ورځپاڼې ترمخه دغه تن چې ويډيو يې په ټولنیزو رسنيو خپره شوې عبدالسلام ابو داود نوميږي د تهرپارکر په مټهي تاڼه کې پرې مقدمه درج کړی شوې ده.

ياده ويډیو چې په ټولنيزو رسنیو خپره شوې پکې يو تن يو هلک نيولی هغه ته وايي د الله اکبر نعرې ووهه او بهګوان ته ښکنځلې وکړه.

ياد تن چې پولیسو نيولی او ميډیا ته يې ښکاره کړی دغه تن وايي د تهرکول په یو پروژه کې ډرايور دی او زیاتوي هغه دغه کار د مذهب په بنياد نه دی کړی او هغه په خپلو کړو بخښنه غواړي.

د تهرپارکر سره تعلق لرونکې د بشري حقونو فعاله پشپا کماري وايي دغه ډول پېښې د دوی د هندو ټولنې دپاره د اندېښنې دي او په ياده سيمه کې او د سيند په نورو برخو کې چې د هندو جينکو په زوره د مذهب بدلولو کومې پېښې رامنځته کيږي په ځايي هندو ټولنه کې نوره ويره خوروي.

هغې وويل په تهر کې د تهرکولو پروژې ته ډېر خلک د بهر نه راغلي هغه په ځایی کلتور نه دي خبر، بيا دغه رنګ کارونه کوي او بل دا چې د کماري په خبره هغه دغه ډول پېښو ته په سياسي نظر هم ګوري ځکه چې هغه وايي اوس د هندو ټولنې خلک سياست ته راځي نو ښايي چې ځينې سياسي قوتونه نه غواړي چې هندوان په سياست کې برخه واخلي او مخې ته راشي ځکه د دوی د مخنیوي دپاره دغه ډول ګامونه پورته کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG