لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن:‌ په افغانستان کې د طالبانو زورزياتی به هغوی په نړيواله کچه يواځې کړي


واشنګټن ـــ د امريکې د دفاع وزیر اېنټني بلینکن ويلي يو داسې افغانستان چې پخپلو خلکو تشدد کوي او د خپلو خلکو حقونه نه مني داسې حکومت به په نړيواله کچه يواځې وي.

ښاغلي بلینکن دا خبرې په نوي ډيلي کې خبريالانو ته کړي او ويلي که طالبان غواړي چې نړۍ هغوی ومني او د افغانستان د پاره نړيوال ملاتړ غواړي او د خپلو مشرانو په ضد بنديزونه اوچتول غواړي نو د دې لاره دا نه ده چې دوی ملک په زور ونیسي او پخپلو خلکو تشدد وکړي.

د امریکې خارجه وزير ووېل، دوی په تېرو ورځو کې د طالبانو له خوا د يو شمېر سيمو د نيولو نه خبر دي خو ورسره په دې هم خبر شوي چې طالبانو په نيول شويو سيمو کې په خلکو تشدد کړی چې ډېره دردوونکې خبره ده او په نړيواله کچه د طالبانو د نوم د پاره هم يوه ښه خبره نه ده.

د امريکې د خارجه چارو وزیر اېنټني بلینکن د هندوستان د سفر په وخت نن په پايتخت نوي ډيلي کې د مدني ټولنې تنظيمونو سره هم لیدل کتل کړي.

د امريکې د خارجه چارو وزارت د دغې خبرو اترو په اړه يوه خبرپاڼه جاري‌ کړې چې وايي د دغې غونډې اېجنډه د دوه اړخيزې ترقۍ او ودې په لاره کې پراته چېلنجونه او په هغې کې د مدني ټولنې رول وو.

غونډې ته خارجه وزیر بلینکن وویل د هغه د سفر بنيادي مقصد د هند او امريکې د اړيکو لا مضبوطول دي. نوموړي وویل هغه به د وزيراغظم مودي او خارجه وزیر جې شنکر سره هم ويني او او په کرونا، امنيت، تجارت، تعليم او ګډې سرمايه کارۍ باندې به ورسره خبرې کوي.

ښاغلي بلینکن وویل د هند او امريکې اړيکې په دنيا کې تر ټولو مهمې دي، زمونږه د يو بل سره کاروباري، د یونيورسټيو په کچه، په مذهبي او روحاني کچه هم ژورې اړيکې دي او په ميلينونو کورنۍ مو هم د يو بل سره تړلې دي.

د د ې ترڅنګ زمونږ اقدار شريک دي او د امريکې او هند خلک د جمهوريت، انساني حقونو او مذهبي آزادۍ باندې کلک يقين لري چې د يو سوچه جمهوريت د پاره بنيادي ټکي دي.

نوموړي زياته کړه، د امريکې په شان په هند کې هم آزاده مېډيا، بې پلوه عدالتونه او صفا انتخابي نظام دی او مونږه به تل د جمهوريت په ملاتړ کې د يو بل سره همکاري‌ کوو او د جمهوريت د ودې د پاره د فعاله مدني ټولنو اړتيا ده.

نوموړي ‌وویل هغه په د ې خبره وياړ کوي‌ چې د امريکې او هند مدني ټولنې د يو بل سره نزدې اړيکې لري او وايي‌ کوشش به کوي‌ چې دغه اړيکې نورې پياوړې کړي.

د امريکې د دفاع وزیر اېنټني بلینکن دا خبرې په نوي ډيلي کې په داسې حال کړي چې اخوا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تشدد لړۍ تونده شوې ده او صدر غني په نړيواله ټولنه غږ کړی چې طالبان دې په ډزبندۍ او د افغان حکومت سره د سولې په خبرو اماده کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG