لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د افغانستان د مسلې يواځينی حل شریک حکومت جوړول دي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، "د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی، چې سياسي جوړ جاړی وشي طالبان او د افغانستان حکومت سياسي جوړ جاړی وکړي او شريک حکومت جوړ کړي دا يواځينی حل دی، په افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه دی".

عمران خان نن د زیارت/ پنجشنې په ورځ (29 جولايۍ) په اسلام اباد کې افغان خبريالانو سره په خبرو کې وويل،

په افغانستان کې "په شل کاله کې پوځي تګلاره ناکامه شوه اوس دوه لارې دي يوه دا چې د امریکا په ملاتړ پوځي حل ولټول شي او که څوک ګڼي چې طالبان دې د حکومت برخه نه وي بيا دې پوځي لاره لټوي، خو ټولو ته مالومه ده چې دا ممکنه نه ده".

هغه زياته کړه "دوېم حل دا دی چې سياسي جوړ جاړی وشي طالبان او د افغانستان حکومت سياسي جوړ جاړی وکړي او شريک حکومت جوړ کړي دا يواځينی حل دی او په افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه دی".

عمران خان وويل "د پاکستان په تير وخت کې د 90 په ليسزه کې په افغانستان کې ګټه وه او په افغانستان کې يې د هند له ويرې د سټريټيجک ډيپتهـ پاليسي وه پاکستان په ختيځ او لويديځ محاذونو نه شو جنګېدی ځکه هغه وخت پاکستان په افغانستان کې خپل پلویان ساتل".

خو زياته يې کړه "زما حکومت په دې يقين لري چې افغانستان کله هم د بهر څخه نه شي قابو کېدی، افغانستان په تاريخ کې ازاد پاتې شوی دی ځکه يې څوک د بهر څخه نه شي قابو کولی زما د حکومت پاليسي ده چې افغان ولس که هر څوک منتخب کړي پاکستان به ورسره ښه تعلق لري، زمونږ د خوښې پکې څوک هم نشته او نه د 90 د لسيزې د سټريټيجک ډيپتهـ په پاليسۍ ځو".

هغه وويل پاکستان چې د افغانستان د سولې دپاره څومره هڅې کړي دومره د نړۍ بل ملک نه دي کړي. هغه زياته کړه هند دې خبرې ته هوا ورکړې چې پاکستان پوځي اسټبلشمنټ کنټرولوي خو هغه وايي په خپله پاليسي جوړوي او د پاکستان پوځ د ده د حکومت سره ولاړ دی.

عمران خان وويل پاکستان په افغانستان کې امن غواړي ځکه چې د پاکستان امن او اقتصاد د افغانستان سره تړلی دی، د پاکستان اولس افغانان ګاونډیان نه بلکې وروڼه ګڼي.

په افغانستان کې د کورنيو جګړو په اړه عمران خان وويل "که د طالبانو او حکومت ترمنځ کورنۍ جګړې پېل کيږي د پاکستان قبايلي سيمه به ترې اغېزمنيږي، کومه چې د وړاندې نه اغېزمنه شوې ده، 70زره پاکستانيان وژل شوي او د افغانستان کورنۍ جګړه به پاکستان ته راواوړي".

د طالبانو د عملیاتو چې د خلکو کورونو ته اوړي وژنې کوي، دغه پوښتنې ته په ځواب کې عمران خان وویل، "طالبان څه کوي څه نه کوي د پاکستان ورسره تعلق نشته، هغه د خپلو کړنو په خپله زمه وار دي پاکستان يې ترجمان نه دی".

عمران خان وويل "که په پاکستان کې د طالبانو ځینې مشران او کورنۍ يې اوسيږي پاکستان يواځې په هغو فشار اچولی شي په جېل کې يې نه شي اچولی او نه یې پرضد پوځي عملیات کوي په طالبانو به فشار اچوي ځکه چې د افغانستان امن د پاکستان په ګټه دی".

هغه زياته کړه "په پاکستان کې د درې ملينو نه سېوا افغان کډوال اوسيږي دا ممکنه نه ده چې هر کډوال کېمپ وکتل شي چې په هغو کې د طالبانو ملاتړ وکړي".

د کوټې او پېښور شوراګانو په اړه عمران خان وويل "امريکا چې په وزیرستان کې ډرون بريدونه کول دغه شوراګانې يې نه ليدې، د طالبانو سره د خبرو په اړه یې زیاه کړه پکاره وه چې د طالبانو سره امريکا هغه وخت خبرې کړی وې چې یو نيم لک پوځ يې لرو په طاقت کې وو اوس چې د طالبانو سره نيم افغانستان په لاس کې دی اوس د پاکستان څه ضرورت دی".

که امريکا د پاکستان نه غوښتنه وکړي چې د پاکستان نه د افغانستان په خاوره عمليات وکړي تاسو اجازه ورکوئ؟ دغه پوښتنې ته په ځواب کې هغه وویل "په شل کاله کې څه ونه شو اوس به څه وشي که څه کېدی شوی دوی به پرې غور کړی وو، ځکه اوس هیڅ جواز نشته چې پاکستان په خپله خاوره امریکې ته اډې ورکړي".

د افغانستان سره په راتلونکې کې د اړيکو په اړه عمران خان وویل، د هر کال تېرېدو سره د دواړو هېوادونو اړيکې ښې کيږي ځکه چې دواړه يو بل ته ضرورت لري د اقتصاد په برخه کې او تعلقات د دواړو په ګټه دي.

د افغان سفير سلسله علي خېل د پېښې په اړه عمران خان وويل، دوی په اسلام اباد کې د کېمرو ريکارډنګ راټول کړی هغه ټېکسي چې د سفير لور پکې سفر کړی دوی د هغه ټېکسي او نورو ډرايورانو نه پوښتنې کړي او د پوليس په پلټنو کې مالومه شوې چې د سفیر د لور په بيان او پوليس په پلټنو کې تضاد دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG