لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت:طالبانو څلورو میاشتو کې 5587 ملکي خلک وژلي اؤ ژوبل کړي دي


افغان حکومت وایي طالبانو دافغانستان بیلابیلو برخو کې تاؤ تریخوالی 35فیصدي زیات کړی اؤ په تیرو څلورو میاشتو کې یې 2566 عام وګړي وژلي اؤ 3021 نور یې ټپیان کړي دي.

دسولې په چارو کې دافغانستان د وزارت لوړ پوړي مشر یا په تاؤ تریخوالي دنظر ساتنې دڅانګې رئیس سیدعبدالله هاشمي دپنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته ویلي دڅلورو میاشتو په موده کې طالبانو93ني ځانمرګي اؤ 650دتوغندیو بریدونه کړي دي.

هغه وایي همدا شان طالبانو په دې موده کې 1675چاودنې،844هدفي وژنې اؤ 623زمکنۍ نښتې هم کړي چې په دې بریدونو کې ټول 5587 ملکي وګړي وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د وي او ای اشنا د رپورټ له مخې دسولې دچارو وزارت ویلي په وژل شوؤ کې 1575 اؤ په ژوبلو کې 1178 ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.

دسولې دچارو وزارت دعوه کړې چې د درېوؤ میاشتو په مهال افغان ځواکونو سره نښتو کې 1765طالبان هم وژل شوي اؤ 9178 ژوبل شوي هم دي.

طالبانو لا تر دې دمه دافغان دولت په دې دعوه خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو تر ددوه ورځې دمخه چې یوناما پخپل رپورټ کې د دتیرو شپږو میاشتو په مهال دتشدد پېښو اؤ بریدونو کې د39فیصدي ملکي وګړو پړه دطالبانو په غاړه اچولې وه نو هغوئ د یوناما دغه رپورټ رد کړی ؤ.

افغانستان کې دملګرو ملتونو سیاسي استازؤلۍ (یوناما) دجولایي په 26مه خپل یو تازه رپورټ کې ویلي وؤ چې د روان کال دجنورۍ دپیل څخه د جون دمیاشتې تر پائ افغانستان کې 1659 ملکي وګړي په جګړو.هواي بریدونو اؤ چادونو کې وژل شوي اؤ 3524 ژوبل شوي دي.

دیوناما دبشري حقونو دڅانګې مشرې فیونا فریزر له مخې د روان کال 2021م په نیمایي کې دافغانستان دننه دملکي خلکو تلفات ریکارډ کچې ته رسیدلي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما رپورټ ته خپل غبرګون کې ویلي وؤ چې طالبانو په هیڅ یو ځائ کې په قصدي ډول ملکي خلک نه دي په نخښه کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG