لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: افغان امنیتي ځواکونه دومره نه دي تیار چې هر قسمه مقاومت وکړي


واشنګټن ـــ د افغانستان د مشرانو او د امریکا د لوړپوړو پوځي چارواکو د محتاطه خوشبینه اندازو سره سره د سېګار په یو تازه رپورټ کې اندېښنه ښودل شوې چې افغان امنیتي ځواکونه دومره نه دي تیار چې هر قسمه مقاومت وکړي او په دغه رپورټ کې د افغانستان حالات تیار ښودل شوي.‌

د افغانستان د بیا ودانۍ ځانګړي انسپکټر جنرل جان سوکو تېره ورځ په خپور شوي دغه رپورټ کې لیکلي "د افغانستان مجموعي حالت د افغان حکومت لپاره ښه نه دی،‌ کوم چې د وړاندې نه موجود ستونزو سره مخ کیدی شي که چرې دغې ته پاملرنه ونه شي او یا یې مخه و نه نیسي".

د انسپکټر جنرل تر مخه "د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو که څه هم یو شمېر ولسوالۍ بیرته نیولي او افغان حکومت د کابل تر څنګ د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو کنټرول لري، خو عامه رپورټونه وايي چې د افغانستان ملي او امنیتي ځواکونه حیرانه او تیار نه دي او اوس وروسته کیږي".

روان کال د اپریل په میاشت کې د امریکا صدر جو باېډن لخوا د افغانستان نه د خپلو عسکرو د ویستلو د اعلان وروسته امریکايي چارواکي محتاطه دي چې افغان حکومت ته ورپېښ چلینجونه کم وه نه ګڼي.

د تیر اتوار- یکشنبې په ورځ د دامریکا د ګډو ځواکونو یا سنټرل کمانډ مشر جنرل فرینګ مکنزي په کابل کې خبریالانو ته ویلي وو چې افغان حکومت "د یو سخت امتحان سره مخ دی"، خو نوموړي زیاته کړې وه چې سره د دې چې د طالبانو لخوا د نه منلو احساس رامنځته کولو هڅې روانې دي "د دغې جګړې کومه اخیرۍ نتیجه نه ښکاري".

افغان ولسمشر اشرف غني هم د ښو نتیجو ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده چې افغان پوځ به کلیوالو سیمو ته پام ګرځوي او د دغې دفاع به کوي او ورسره به د بریا په لار روانیږي.‌

د افغانستان په روانه جګړه کې بیا د افغان عسکرو د مرستو لپاره د امریکا لخوا د هوايي بمبارۍ په شکل کې مرستې هم رسېدلي، سره د دې چې امریکا نور په افغانستان کې پوځي مرکزونه نه لري، خو چارواکو دا ژمنه کړې چې تر څو چې طالبانو خپل پوځي بریدونه په شا کړي نه وي دغه هوايي مرستې به جاري وي.‌

خو د سیګار په دغه رپورټ کې دا خبرداری هم ورکړی شوی چې طالبان داسې کوم دلیل نه لري چې ګنې دوی به خپل بریدونه کم کړي. "سره د دې چې امریکايي چارواکو بیا بیا په طالبانو غږ کړی چې د امریکا او طالبانو تر منځه شوي لوظنامې لاندې دې تشدد کم کړي، خو طالبانو تر اوسه داسې نه دي کړي".

د سېګار د رپورټ تر مخه "د تېر کال فرورۍ د ۲۹مې نېټې را په دې خوا د هرو دریو میاشتو په وخت کې د مخالفینو پرضد په بریدونو کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی"، د سېګار رپورټ‌ دا وړاندیز هم کوي چې سره د بریدونو طالبان یو نفسیاتي وړاندېوالی هم لري.

د ناټو پوځي چارواکو سېګار ته ویلي چې د افغانستان د ملي اردو یونټې د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو د شتون پرته د عملیاتو کولو نه څو څو وارې انکار کړی.‌ سره د دې سیګار زیاتوي چې دغه ځانګړي ځواکونه بیا عملیاتو له راوستل شي نو د دوی نه غلطه ګټه اخیستل کیږي او د عامو ځواکونو کارونه ترې اخستل کیږي.

د سېګار په رپورټ کې د افغانستان هوايي ځواک په اړه هغه زاړه خبرداري هم تکرار شوي چې هوايي ځواک باندې کار زیات دی او ګرانه ده که د عملیاتو دغه رفتار ته دوام ورکړي.‌

د رپورټ‌ تر مخه "ټول هوايي جهازونه د خپل ټاکل شوي جدول نه ۲۵ فیصده زیات الوت کوي، چې وایي ورسره د جهازونو د جنګي نقصانونو سمولو لپاره وخت نه میلاویږي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG