لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: په پوليس ګاډي د لاسي بم بريد کې يو سپاهي وژل شوی دوه ټپيان شوي


د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په کارخانو مارکيټ کې د پوليس په یو ګاډي (وېن) باندې د لاسي بم بريد شوی يو پوليس سپاهي پکې ژوبل شوي او او دوه نور ټپيان شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش په چاودنه کې د یو پوليس سپاهي وژنه تاييد کړې ده.

هغه ويلي د حيات اباد سره نزدې د پولیس په وېن د لاسي بم بريد شوی يو پولیس سرتيری پکې وژل شوی او دوه ټپيان شوي دي.

بنګش په ټويټر ویلي، پوليس او قانون پلي کوونکو ادارو د ملزمانو د نيولو دپاره علاقه په ګېره کې اخستې ده. او صوبايي حکومت په پېښه د خفګان څرګندونه کړې ده.

د پېښور د کارخانو پولیس تاڼې محرر زرولي خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، په کارخانو کې د ملک سعد چيک پوسټ سره نزدې په پولیس موبايل لاندې د لاسي بم بريد شوی دی.

هغه وويل دوی ته لومړي مالومات ترلاسه شوي چې په چاودنه کې يو پوليس وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

هغه زیاته کړه دغه پوليس موبايل چې په هدف شوی د پولیس لاين موبايل وو او په علاقه کې په ګشت وو.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

په پېښه کې وژل شوی او ژوبل سپاهي د پېښور حيات اباد روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د ځايي ميډیا ترمخه په چاودنه کې د پولیسو ګاډی هم خراب شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په کوهاټ روډ دپاسه په دير کالونۍ د تير کال د اکتوبر په مياشت کې په سپين جومات مدرسه کې چاودنه شوې اته تنه پکې وژل شوي او 100 نه زيات پکې ژوبل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG