لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وایي افغانستان کې ګډ حکومت ته زمینه برابروي


دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر چوهدري فواد وایي اسلام اباد کابل کې دهیڅ یوې ډلې ملاتړ نه کوي بلکې دداسې زمینې برابرؤلو هڅه کوي چې پکې دافغانستان ټولې ډلې یو ګډ حکومت جوړ کړی شي.

اسلام اباد کې دپاک افغان یوتهـ فورم په تابیا راجوړې شوې یوې دستورې ته خپله وینا کې داطلاعاتو وزیر ویلي په پاکستان دطالبانو دملاتړ تورونه دحقیقت سره هیڅ تړاؤ نه لري ځکه چې دپاکستان یوازینی مقصد افغانستان کې دسولې اؤ‌ امن ټینګښت دی اؤ په دې لړ کې یې رول ټولې دنیا ته ښکاره دی.

افغان چارواکي پرله پسې پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي پاکستان پخپله خاوره نه یوازې دطالبانو مشرانو ته پټنځایونه ورکړي بلکې ددې هیواد نه په نزدې وختونو کې په زرګونو وسله وال هم افغانستان ته اوښتي ترڅو دافغان دولت په ضد دطالبانو لیکو کې وجنګیږي.

دپاکستان دولتي میډيا دجمعې په ورځ د چوهدري فواد له خولې ویلي چې افغانستان کې دامن اؤ ثبات یوازینۍ لاره داده چې کابل کې په ټولو ډلو یو ګډ حکومت رامنځته شي اؤ پاکستان له خپله انده دې ته د زمینه سازۍ هڅې کوي.

چوهدري فواد زیاته کړې ده چې په یوازې ځان هیڅ یوه ډله په ټول افغانستان کنټرول نه شي ترلاسه کولی نو ښه داده چې ټولې افغان ډلې خپلو کې دمذاکراتو دلارې ګډ حکومت ته لاره هواره کړي.

دپاکستان لخوا تر دې دمخه هم افغانستان کې دګډ حکومت په پلوۍ غږونه پورته شوي خو دافغانستان ولسمشر اشرف غني واضحه دریځ لري چې هغه د ولس په رائیو واکمنۍ ته رسیدلی اؤ یوازې هغه چاته به اقتدار پرېږدي چې ولس یې منتخب کړي.

خو اشرف غني بیا په دې وروستیو کې تر دې حده هم ویلي وؤ چې دسولې له خاطره هغه له وخته مخکې ټولټاکنو ته تیار دی.

افغانستان څخه دایتلافي ځواکونو د لړۍ پیل کیدو سره سم دافغان دولت سره په جګړه بوختو طالبانو دخپلو جګړو اؤ بریدونو لمن پراخه کړې ده اؤ دعوه کوي چې دافغانستان په ۸۵ برخه یې خپله واکمني ټینګه کړې ده.

خو افغان دولت دطالبانو دا دعوې یوازې پروپیګنډه بولي اؤ تور لګوي چې طالبان دا بریدونه اؤ جګړې دپاکستان په لمسه کوي.

په دې وروستیو کې په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې ترڅو اشرف غني د اقتدار نه لاس پسر شوی نه وي افغانستان کې سوله اؤ قراري نه شي راتلی خو د ولسمشر اشرف غني مشاور وحید عمر دطالبانو د ویاند دخبرو غبرګون کې ویلي وؤ چې “طالبان دې وړومبی دسولې خبرو ته کښیني دنوي حکومت جوړیده بیا اسانه خبره ده ، ولس به یې په یوه ورځ د ټولټاکنو دلارې جوړ کړي”

په دې وروستیو کې په پاکستان افغانستان کې دلاسوهنو تورونه نه یوازې په نړیواله کچه لګیدلي بلکې پخپله دپاکستان دننه هم بیلابیل سیاسي ګوندونه اؤ ولسي تحریکونه په حکومت پرله پسې ټینګار کوي چې افغانستان کې دلاسوهنې پالیسي پرېږدي اؤ افغان ولس ته دې پخپله دخپل سرنوشت ټاکلو موقعه ورکړل شي.

پاکستان هم وایي چې دافغانستان په هکله هره پرېکړه به افغانان پخپله کوي خو ددې ترڅنګ بیا دپاکستان مرکزي وزیران پرله پسې دطالبانو په ملاتړ څرګندونې هم کوي اؤ په نزدې ورځو کې دپاکستان په پېښور اؤ کوټه ښارونو کې دطالبانو په ملاتړ لاریونونه هم شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني دغه لاریونونو ته په اشاره ویلي پاکستان کې ځینې کړۍ دافغانستان په بربادۍ دخوشحالۍ جشنونه کوي خو پاکستاني چارواکي وایي دیو چا په ملاتړ یا مخالفت کې لاریونونه کول دپاکستاني وګړو حق دی

ځانګړې ویډیوګانې

د موټروې پوليس د کېمرې پټ رازونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG