لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان څرګندونو ته پاکستان کې دمیشت افغان کډوالو چټک غبرګون


دپاکستان د وزیراعظم عمران خان هغه دعوې ته پاکستان کې میشت افغان کډوالو خپل سخت غبرګون ښودلی چې ویلي یې وؤ پاکستان کې میشت افغان کډوال دطالبانو خواخوږي دي.

دپنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان د افغانستان نه راغلي پلاوي سره په خبرو کې ويلي وؤ " ټول يا زياتره افغان ګډوال د طالبانو خواخوږي دي"

خو په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو دعمران خان دې څرګندؤنو ته چټک غبرګون ښودلی اؤ وي او ای ډيوه ته یې ويلي دوئ د افغان طالبانو د جګړو له امله بې کوره شوي او د کډوالۍ سخت ژوند تيروي نو بيا څنګه د افغان طالبانو خواخوږي کیدای شي؟

عمران خان تېره ورځ د افغانستان نه دخبريالانو، ځوانانو او پوهانو راغلي پلاوي ته دا خبره ددې پوښتنې ځواب کې کړې وه چې د افغانستان نه په جګړه کې د وژل شوؤ جنګيالو مړي پاکستان ته راځي.

څو ورځي وړاندې یوې نړیوالې خبري شبکې هم يو ويډيو خپره کړې وه چې د بلوچستان يو روغتون کې دافغانستان جګړه کې د ژوبل شوؤ طالبانو علاج روان دی او د افغانستان ولسمشر دعوه کړې وه چې د پاکستان نه په تازه ورځو کې لس زره جنګيالي افغانستان ته راوښتي دي۔

په پېښور پوهنتون کې يو افغان کډوال زده کوونکي محمد ځدران ډيوه ته وويل افغان کډوال څنګه کولی شی چې دهغه خلکو خواخوږي شي چې له دلاسه یې دوئ بې کوره شوي دي۔

ځدران وويل یوازې هغه خلک د افغان طالبانو ملګرتيا کولی شي د چا چې د وسلې دکاروبار او دقاچاق پسر ګټې دهغوئ سره تړلي وي۔

عمران خان دغه غونډي ته وینا کې ويلي وؤ په پاکستان کې نزدې ديرش لکه افغان کډوال میشت دي او روزانه ديرشو زرو پوري کسان افغانستان ته تګ راتګ کوي او دوئ سره هيڅ داسې طريقه نشته چې معلومه کړي چې څوک دطالبانو ملګري دي او څوک يي نه دي؟

نوموړي ويلي وؤ که ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي نو بيا دپاکستان مسولیت جوړیدای شي ، تر څو چې ديرش لکه افغان کډوال دلته مېشت وي او څو سوه تنان هلته تلي وي او مړي يي راشي نو پاکستان څنګه د دغې ذمه وار ګرځول کېداې شي؟

خو د افغان طالبانو سره د خواخوږئ لرلو په اړه يوې بلې افغان کډوالې زده کوونکې وويل طالبان په افغانستان کې د عامو خلکو وژنو کې ککړ دي، ودانۍ ویجاړوي او ولسي ګټو ته زیان اړوي نو بيا څنګه پاکستان کې میشت کډوال کولی شي چې پا د هغوئ سره خواخوږي ولري.

يو بل افغان کډوال افسر خان وويل که په کډوالو کې دافغان طالبانو خواخوږي موجود وؤ نو بايد چې بيا یې هغوئ سره کومک هم کولی "خو داسې نه ده، نو د عمران خان دا خبره په دې اساس بې بنياده ده ځکه چې دلته خلک خپل اقتصاد، د بچو تعليم او نورو مسلو کې بوخت دي نو څنګه کولی شي د افغان طالبانو سره خواخوږي وکړي"

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل پاکستان کې میشت کډوال د تيرو څلويښتو کالو نه زياتې جګړي نه ستړي شوي دي او نه غواړي چې په افغانستان کې روانه ورور وژنه کې برخه واخلي"

افسر خان زياته کړه که څوک داسې وي هم چې افغان طالبانو سره خواخوږي لري د هغوئ شمېر به د نشت برابر وي۔

محمد الله سلارزی هم وائي د څلويښت کالو څخه يي زيات په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند وکړو، دلته د راتګ نه وروسته اکثره خلکو په افغانستان کې دخپلو سياسي ډلو سره تړاؤ پريښی او د خپلو بچو د پالنې د پاره محنت مزدوري کوي۔

​وزير اعظم عمران خان د افغانستان نه راغلي پلاوي ته خپلو خبرو کې ويلي "د افغانستان د مسلې حل پوځي نه دی، چې طالبان او د افغانستان حکومت سياسي جوړ جاړی وکړي او شريک حکومت جوړ کړي دا يوارينی حل دی، په افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه دی"

عمران خان ويلي وؤ"که د پاکستان د 90 په ليسزه کې په افغانستان کې ګټه وه او په افغانستان کې يې د هند له ويرې د سټريټيجک ډيپتهـ پاليسي وه پاکستان په ختيز او لويدیزو محاذونو نه شو جنګېدلی ځکه هغه وخت پاکستان په افغانستان کې خپل پلویان ساتل"

هر څو که پاکستاني چارواکي پرله پسې افغانستان کې دامن اؤ سولې په پلوۍ بیانونه ورکوي خو افغان حکومت بیا پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي دې هیواد نه یوازې دطالبانو مشران پخپله خاوره ساتلي بلکې په زرګونو وسله وال هم افغانستان ته دپاکستان دبریدونو اؤ جګړو دپاره ځي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG