لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان د اړيکو او د سولې د خرابوونکي په ګوته کولو کې د ميډيا کردار، د جنرل باجوه بيان ته د څيړونکو نظر


څيړونکي وايي د پاکستان د پوځ مشر چې افغان جرنلسټانو يا مطبوعاتو ته ويلي چې د دواړو هېوادونو کلتوري، ټولنيزو او د خلکو ترمنځ اړیکو ته د ودې ورکولو په لړ کې د پل کردار ادا کولی شي او د سولې د عمل خرابوونکي په ګوټه کولی شي، د پاکستان مطبوعاتو له هم پکار ده چې دغه رنګ مثبت کردار ادا کړي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه پرون د جمعې په ورځ (30 جولايۍ) په جنرل هېډ کوارټر راولپنډۍ کې د افغانستان د جرنلسټانو د پلاوي سره ليدلي دي.

د پاکستان د پوځ مشر ويلي "مطبوعات کولی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پل کردار ادا کړي. د مطبوعاتو زمه واري ده چې د افغان سولې د عمل خرابوونکي په ګوته کړي ماتې ورته ورکړي. پاکستان په افغانستان کې امن غواړي او د سولې د عمل خرابوونکي به پرې نه ږدي چې دغه عمل د پټلۍ نه وغورځوي".

څيړونکي وايي په دې کې شک نشته چې مطبوعات د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ښه کولو کې مثبت رول ادا کولی شي او پکار ده چې د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو ميډيا دغه کردار ادا کړي.

په پېښور پوهنتون کې د سولې او شخړو د مطالعاتو د څانګې استاز پروفېسر ډاکټر جميل احمد چترالي وايي، "په پاکستان کې ميډيا کنټرول ده او قدغنونه دي خو د هغې باوجود ميډيا څه نا څه خپل کردار بدل کړی او دا به نور بدلول وي او جنرل باجوه چې افغان ميډیا ته دغه رنګ بيان کوي د هغې نه به د پاکستان مطبوعات هم اثر اخلي او د دغه بيان په تړاو به د افغانستان په اړه مثبته خبره کوي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "د جنرل باجوه د افغان صحافیانو يا د پاکستان د صحافيانو سره داسې خبره وکړي نو دا بيا صحافتي زمه وارۍ دي چې د دې نه فايده واخستل شي او که بيا په داسې قسمه بيان په چېنل بندېز لګي نو هغه به د رياست دوه مخيز کردار څرګندوي".

هغه وويل ښکاري چې پاکستان اوس پوهه شوی دی که په افغانستان کې طالبان راشي د پاکستان په ګټه نه دي او په دې پړاو دې دغه مثبت دریځ ته وده ورکول د پاکستان او افغانستان د پښتنو په خېر تماميږي.

د افغان چارو کار پوهه ډاکټر اشرف علي وايي د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د مطبوعاتو کردار ډېر اهم دی د دواړو هېوادنو ترمنځ چې د مودو نه تاو تريخوالی پاتې شوی دی مطبوعات کولی شي چې مثبتې خبرې وکړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، کلتوري او تاريخي خبرې وښايي ډېرې ښې نتيجې يې مخې ته راتلی شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل "په پاکستان کې به ميډيا کنټرول وي په ملک کې دننه، خو هغه نه ګڼي چې د افغانستان په لړ کې به ميډیا ته کومه لارښوونه کيږي ځکه نو د دواړو هېوادونو مطبوعاتو ته بيا په خپله زمه واره مثبت رول ادا کول پکار دي ".

جنرل باجوه افغان جرنلسټانو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه کولو او سولې د عمل خرابوونکو په ګوته کولو خبره په داسې حال کې کړې چې افغان ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په پېغام کې ويلي وو پاکستان دوی ته وايي چې "د طالبانو حکومت په هيڅ صورت د پاکستان ته په ګټه نه دی خو بیا ګورو چې د پاکستان مطبوعات ټول د طالبانو په ملاتړ ولاړ دي".

د افغان سولې خرابوونکو د جنرل باجوه د بيان په اړه ډاکټر اشرف علي وايي، پاکستان د افغان سولې د عمل خرابوونکی هند ګڼي او دا سيمه ييزه شريکه زمه واري ده چې د دې مخنيوي وکړي او پاکستان په وروستيو کې په خپله ويلي چې که په ماضي کې څه غلطۍ شوي دي نو هغه بيا نه تکراروي او که بيا هم داسې کيږي نو هغه نه د پاکستان او نه بيا د افغانستان په ګټه دي.

که څه هم جنرل باجوه د هند نوم نه دی اخستی چې د افغان سولې خرابوونکی هند دی، خو د روان کال په سر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي دغه تور په هند لګولی وو.

او د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر بيا د پاکستان د تورونو په ځواب کې ویلي وو هند په افغانستان کې د سولې او امن پلوي دی او دغه هیواد د تل دپاره خپلواکه،پرامنه او باثباته لیدل غواړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG