لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اچ ار ډبلیو له افغان چارواکو څخه د نیولو شویو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې


HRW
HRW

واشنګټن - د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ ادارو له افغان چارواکو څخه غوښتي دي، چې هغه څلور خبریالان ازاد چې په روانه اونۍ کې د "دوښمن د پروپاګند خپرولو" په تور نیول شوي دي.

دمګړۍ روښانه نه ده چې ایا دغه خبریالان په رسمي توګه تورن شوي او نه هم افغان چارواکو د ګل یا دوشنبې د ورځې یعنې د دوی له نیول کېدو راهیسې د دوی د برخلیک په اړه څه ویلي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې (اچ ار ډبلیو) د جمعې ناوخته په ورځ په یو بیان کې په دې اړه خواشینې څرګنده کړې او لیکلي، "د افغان شخړې له زیاتېدو سره، داسې ښکاري چې ټولې خواوې د هېواد د رسنیو د خاموشه کولو هڅه کوي.

بیان زیاتوي، "څلور ژورنالستان دې ژر تر ژره خوشې شي مګر دا چې په ريښتیا سره یې کوم جرم کړی وي."

د محب عبیدي، ثناالله صیام، قدرت سلطاني او بسم الله وطن دوست هغه مهال ونیول شول کله چې په کندهار کې د طالبانو تر ولکې لاندې سپین بولدک ولسوالۍ څخه د راپور ورکولو وروسته ستانه شوي وي.

دوی یادې ولسوالۍ ته د دې لپاره ورغلي وو تر څو د هغو راپورونو په اړه پلټنې وکړي چې ملکي وګړي د طالبانو لخوا وژل شوي وو.

عبیدي، سلطاني او وطندوست د کندهار مېشتې ملت غږ راډیو خبریالان وو او صیام یو فریلانس کمره مېن وو.‌

اچ ار ډبلیو دا هم ویلي، چې داسې نیونې، هغه اندېښنې زیاتوي چې افغان حکومت هڅه کوي د رسنیو له نیوکو څخه ځان خوندي وساتي. د افغانستان خبریالان د نورو ټولو ستونزو سره سره باید د خپل کار کولو لپاره شکنجه نشي."

یاد خبریالان تللي وو چې په سیمه کې د طالب قومندانانو سره مرکې وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند د نهې یا سې شنبې په ورځ د یادو خبریالانو د نیولو له اقدام څخه دفاع وکړه او وویل، دا غیر قانوني دي چې د هېواد د ګټو پر خلاف د دوښمن په ګټه پروپاګند خپاره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG