لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوات کې د 15 کلنې جينۍ سره جنسي تيری شوی


د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سیمې سوات په مدين کې د يوې 15/16 کلنې جينۍ سره جنسي تيری شوی، د پېښې مقدمه درج شوې او پوليس وايي پلټنې يې پېل کړي دي.

د پېښې مقدمه د جينۍ د پلار په مدعيت کې درج کړی شوې ده.

د جينۍ د پلار خانزاده په مدعيت کې درج شوې مقدمه کې ويل شوي چې لور يې حق نواز نومې تن بوتللې او هغه ورته بيا د واده کولو ويلي او دوه ځله يې ورسره جنسي تيری کړی دی.

د جينۍ د خلې ويل شوي چې هغې دغه تن منع کړی او هغه ورته بيا دهړکه ورکړې چې مخکني د تيري د وخت عکسونه به يې په فېس بک خپاره کړي.

هغې ويلي بيا د دغه تن ورور راغلی او هغه يې ترې خلاصه کړه او د کالاکوټ په بازار کې يې د شپې پرېښودې او چوکيدار بيا پولیس خبر کړي او هغه يې ورته حواله کړې ده.

د مدين تاڼې پولیس چارواکی وايي په طبي رپورټ کې مالومه شوې چې د جينۍ سره تيری شوی دی.

نوموړي چارواکي عطاالرحمان وي او اې ډیوه ته وویل دغه تن چې د جينۍ سره پرې د جنسي تيري تور لګېدلی د هغه د نيولو دپاره لټون پېل کړی شوی دی.

د خیبرپښتونخوا پولیس وايي په کال2020 کې په صوبه کی 323د جنسي تیریو پېښې رپوړټ شوې وې او په کال 2019 کې دجنسي تیریو 185 مقدمې درج شوې وې.

د پولیس په رپوړټ کې ويل شوي چې په تیر کال کې 274 هلکان او 51 جینکۍ د جنسي تیریو ښکار شوي دي او په دې کې اووه ماشومانو خپل ژوند د لاسه ورکړی او468 کسان دجنسي تیریو په تړاو نیول شوي دي.

غېر دولتي اداره ساحل وايي په پاکستان کې په کال 2020 کې په 2960 ماشومانو سره جنسي تیری شوی چې پکښې1450 هلکان او 1510 جينکۍ شامل دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG