لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د چين په وهان ښار کې د کرونا پېښې راښکاره شوي، پاکستان په یوه ورځ کې یو ملين ويکسين لګولي


د چين په وهان ښار کې د کرونا وايرس بيا ښکاره کېدو وروسته چارواکو نن د نهې/سه شنبې په ورځ (درېم اګست) اعلان کړی په غټه کچه د کرونا معاينې کوي، په وهان کې په لومړي ځل په کال 2019 کې د کرونا وايرس مالوم شوي وو.

بل لور ته په پاکستان کې په یوه ورځ د کرونا د يو ملين ويکسينو لګولو ویل شوي او مرکزي وزير اسد عمر پرې د خوشالۍ څرګندونه کړې ده.

د اې پي خبري ادارې ترمخه په وهان ښار کې 11 ملينه خلک ژوند کوي چرته چې د ګل/دوشنبې په ورځ د کرونا درې پېښې مالومې شوي دي.

کرونا وايرس په لومړي ځل په کال 2019 کې د کرونا وايرس ښکاره شوي او بيا د کوېډ-19 وبا تر ټولې نړۍ خوره شوې خو چين بيا سخت لاک ډاون په ځای کړی وو.

د اې پي د خبر ترمخه په چين کې چې تازه کومې پېښې مخې ته راغلي که څه هم شمېره يې د لسګونو په شمېره کې ده خو ويل شوي دا وايرس د تير ځل په پرتله دې ځل له په تيزۍ خوريږي او تر پلازمينې بيجنګ رسېدلي دي.

د روان کال د مې په مياشت کې د امريکې صدر جوبايډن استخباراتي ادارو ته لارښوونه کړې وه چې د کرونا وايرس د خورېدو په اړه مالومات دې ګړندي کړی شي او په دغه لړ کې دې په 90 ورځو کې پلټنيز رپورټ وړاندې کړي.

بايډن ويلي وو چې د کرونا وایرس د پېل کېدو اصل حقيقت مالومول اړين دي او په دې اړه ختمي رايې پکار ده چې ايا دا وايرس هم د چين د ليبارټرۍ څخه خواره شوي دي که نه دي؟.

په دسمبر 2019 کې د کرونا وايرس مخې ته راتلو وروسته داسې ويل کېده چې د کرونا وايرس د چين د وهان ښار نه خواره شوي او دا تورونه لګېده چې دا وايرس د وهان د يوې ليبارټرۍ نه خواره شوي يا دا د وهان د څارو د يو مارکيټ نه خواره شوی چرته چې ښاپېرک او نور ځناور خرڅيږي.

په پاکستان کې په يوه ورځ کې د ملين ويکسينو لګول

د پاکستان مرکزي وزير او د کرونا وبا کتو دپاره جوړې مرکزي کمېټۍ (اېن سي او سي) مشر اسدعمر ویلي دا د خوشالۍ خبره ده چې په ملک کې په یوه ورځ کې د کرونا ضد يو ملين ويکسين لګول شوي دي.

اسدعمر په ټویټر ویلي پرون د ګل/دوشنبې په ورځ (دوېم اګست) په ملک کې لس لکه 72زره ويکسين لګول شوي دي.

د اېن سي او سي د شمېرو ترمخه په پاکستان کې تراوسه پورې ټول درې کروړه 19لکه 29زره 581 ويکسين لګول شوي دي.

په پاکستان کې په تير شوا روز کې نور 3582 کسان په کرونا اخته شوي او67 ترې مړه شوي دي.

په ملک کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره 23زره 529 ته رسېدلې ده.

په وروستيو کې په ملک کې د کرونا د پېښو سېوا کېدو وروسته د کرونا د مخنیوي دپاره د احتياطي تدابيرو او ځينو بندېزونو بيا په ځای کولو ويل شوي دي.

په سيند صوبه کې د 31 جولايۍ نه تر نهم اګست پورې لاک ډاون په ځای کړی شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG