لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که طالبان په زوره کابل نیسي نو داعش هم سیمه کې بیا ځان منظم کولی شي،څېړونکي وایي


په پاکستان کې څېړونکو اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله داعش دغه هېواد کې یو ځل بیا سر راپورته کولی شي چې دا ټولې منطقې له پاره د خطرې خبره ده.

څېړونکي وایي د داعش مخنيوي له پاره په افغانستان کې بېن لافغاني مذاکرات کول او يو باثبابته جمهوري نظام جوړول ډېر مهم دي۔.

دپاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي اوړمه ورځ خبريالانو ته ويلي وؤ دا د افغان حکومت مسوليت دی چي افغانستان ته د داعش د راتلو مخه ونيسي.

نوموړي زياته کړې وه چې نړيواله ټولنه او طالبان هم په افغانستان کې د داعش سر راپورته کیدل نه غواړي۔

دبهرنیو چارو د وزیر ددې بيان په هکله په پاکستان کې څېړونکي وايي که چېرې په افغانستان کې طالبان په زوره د کابل واک په خپلو لاسونو کې اخلي نو دې سره په دغه هیواد کې دداعش دبیا پیاوړي کیدو اندېښنې شته.

دوئ وایي دداعش او نورو ترهګړو ډلو مخنيوي له پاره په افغانستان کې د بېن لافغاني مذاکراتو په وخت ترسره کېدل او د هغې په نتيجه کې د يو باثباته جهموري نظام منځته راتلل ډېر مهم دي۔

د پېښور پوهنتون د امن او شخړو دمطالعاتو د څانګې پروفېسر جميل احمد چترالي وي او ای ډويوه ته وويل که چېرې افغان طالبان په زوره کابل قبضه کوي نو دې سره به په دغه هیواد کې داعش ته د خپلو پنجو ښخولو موقعې په لاس ورشي۔

" ددنيا هر رياست چې هغه دداسې خلکو په لاس ورځي چې هغوئ د دهشت او د تشدد په لاس حکومت اخستی وي نو هغه ځائ به بيا خلاص وي د هر چا لپاره، نو افغان طالبان که په حکومت کې راځي نو دا به دطالبانو اؤ داعش دواړو دپاره زرخېزه زمکه وي، نو دې کې هیڅ شک نشته چې دنيا ته خدشات شته"

پروفیسر جمیل چترالي وایي "دنيا غواړي چې په افغانستان کې جمهوري نظام مستحکم شي او چې کوم موجوده حکومت دی هغې سره د مذاکراتو له پاره د وسلې غورځولو شرط ړومبی وي"

په دې وروستیو کې په نړیواله میډیا داسې رپورټونه مخې ته راغل چې داعش خراسان چې اوس په افغانستان کې لکه د تېر په شان ځائ نه لري، یوځل بيا د راپورته کیدو تابيا کوي اؤ غواړي چې افغانستان کې خپلې پښې مضبوطې کړي.

رپورټونو کې داستخباراتي معلوماتو په اساس ویل شوي چې داعش خراسان افغانستان کې د سختو حالاتو له تیریدو باوجود اوس هم لا ختم نه دی او دا توان لري چې بيا خپل ځان پیاوړی کړي.

څېړونکي وايي داعش خراسان د افغانستان نه بهر د خورېدو په لټه کې دی او قازقستان، کرغزستان او تاجکستان کې يې هم د پښو کېښودلو هڅې کړې دي.

د مردان عبدلوالي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډيوه ته وويل که چېرې په افغانستان کې داعش پياوړی کېږي نو خراب اثر به يې تر ټولو زيات په پاکستان پريوځي ځکه چې په قبايلي سيمو کې اوس هم د امنيت وضعه لا سمه نه ده۔

" په ټوله نړۍ کې که داعش يا نورو داسې ډلو ته ښه زمکه په لاس ورتلی شي نو هغه افغانستان او يا دا منطقه ده نو يو دا خبره ده دوېمه دا خبره ده که دا که چېرته راغلل نو مېدان به افغانستان وي او د ټولو نه زيات به متاثره کېږي پاکستان په دې خبره کې څه شک نشته ، نو زما په خيال په پاکستان ډېر اثرات لري دا خبره"

نوموړي زياته کړه په دې سيمه کې دداعش مخنيوي له پاره د پاکستان او افغانستان ترمنځه د اعتماد فضا جوړول اهميت لري۔

" زما په خيال پاکستان له د ملک دننه داسې قسم ګروپونو چې د ایف ای ټي ایف يو غوښتنه هم ده نو پاکستان له دا قسمه شيان پياوړي کول پکار دي، او د پاکستان پاليسي په داسې صورت حال کې اولنی کار دی، دوېمه خبره دا ده چې که چرې د بارډر د لاري داسې خلک يا وسله وال را اوړي نو پاکستان له پکار دي چې د اعتماد فضا جوړه کړي افغانستان سره کېښني"

اوړمه ورځ دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د خبري غونډې په مهال ميډيا ته د يوې پښتنې په ځواب کې ويلي وؤ که چېري د عراق يا شام هېوادونو څخه داعش افغانستان ته راځي نو دا د افغان حکومت ذمه واري جوړیږې چې په دغه ډله نظر وساتي.

نوموړي دا هم ويلي وؤ چې افغان طالبان، ايران او نړيواله ټولنه د داعش موجودګي نه غواړي۔

خو دشاه محمود قریشي په دې څرګندونو بیا سوشل میډیا کې سخت نیوکې شوي اؤ خلکو په دې حیرانتیا ښودلې چې یو خوا دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي مونږ دطالبانو ویاندویان نه یو اؤ بلخوا ددغه هیواد خارجه وزیر دطالبانو په استازیتوب وایي چې طالبان دداعش دبیا منظم کیدو پلوي نه دي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG