لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خلیلزاد او بلینکن: که طالبان په زور واکمن شي حکومت به یې په نړۍ کې تنها او رټلی وي


واشنګټن ـــ د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلینکن دواړه وایي، که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او په زور واکمن شي حکومت به یې په امریکا او نړۍ کې رټلی وي او و به نه منل شي.

افغانستان کې د سولې لپاره د امریکې استاذي زلمي خلیلزاد د ګل- دوشنبې په ورځ د وي او اې خبریال ایاز ګل ته د ویډیو لنک د لارې په مرکه کې ویلي دي چې طالبان او افغان مشران سیاسي اختلافات لري او پکار ده دوي د هیواد په خاطر د سولې عمل کامیاب کړي.

"زمونږ په اندازه حکومت د طالب نه ځان نه شي خلاصولی او نه طالب کولی شي په زور واک ترلاسه کړي. کوم چې به نه افغانانو او نه نړۍ ته د منلو وړ وي. ځنې طالب کمانډران ګڼي چې دوی په زور داسې کولی شي خو د طالبانو مشران بیا بل څه وايي، دوی مونږ ته وايي چې د شخړې پوځي حل نه شته".

خلیلزاد وایي پوځونه یې له افغانستانه همداسې هم وتلای شوای چې دا هېواد پرېږدي خو وایي له طالبانو سره یې خبرې وکړې او یوه تړون ته سره ورسېدل چې بیا دواړه خواوې افغان حکومت او طالبان له یو بل سره کښېنوي خو وایي‌ تر اوسه کامیابه نه شول.

خلیلزاد بیا په ټینګار سره وویل چې افغان شخړې حل سیاسي دی په جنګ دا خبره نه حل کیږي. وایي طالبان غواړي اسلامي حکومت جوړ کړي او د دې لپاره زور استعمالوي‌.

خلیلزاد وایي‌ افغان حکومت طالبان نه شي ویستلی او طالبان کله هم حکومت په زوره نه شي نیولای. د ده په وینا که څه هم طالبان جګړه پر مخ بیایي خو وایي‌ نړیواله ټولنه او افغانان به ورسره دغه ونه ومني.

زلمي خلیل زاد ‌وویل دی اندېښمن دی چې په بین الافغاني خبرو کې څه پرمختګ نه دی شوی، وایي‌ پکاره ده دوی افغانستان ته لومړیتوب ورکړي، د افغانانو بشری حقونه په خیال کې وساتي.

زلمی خلیلزاد وایي څنګه چې پاکستان وایي دوی هم ورسره مني چې په افغانستان کې جګړه به پاکستان ته غټ نقصان ورسوي، د ‌کډوالو په بڼه او په تجارت کې به نقصان وړي، وایي د افغانستان په اړه د پاکستان خصوصي رول او ذمه واري‌ ده، ځکه چې وایي په پاکستان کې د طالبانو ډېر مشران ژوند کوي چې څومره وکړی شي چې په امن کې خپل کردار ادا کړي.

خلیلزاد زیاتوي، زه یقین کوم افغانستان نور هیچاته ګواښ نه دی، نه نړۍ او نه خپلو ګاونډیانو ته او بیا افغانستان به د کوم ترهګر ځاله نه وي، وایي د پاکستان مشران هم دا غواړي خو پاکستان یو رول او ذمه واري لري.

بل لور ته د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلینکن هم ویلي دي په زور د واک تر لاسه کولو د لارې طالبان هاغه څه هم نه شي ترلاسه کولی د څه چې تمې کوي. بلینکن د ګل- دوشبنې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې یوې خبرې غونډې ته وویل:

"طالبانو پرله پسې ویلی دي چې په راتلونکو کې دوي ډیر څه غواړي لکه د نړۍ لخوا دوي ومنلی شي، نړې دې ورسره مرستې وکړي، د دوي مشران دې په ازادۍ سره د نړۍ هر ځای ته سفر وکړي. دوي غواړي په دوي دې پابندۍ ختمې کړل شي. خو دې کې هیڅ هم ممکن نه ده که چرې طالبان په زور په هیواد کې واک ترلاسه کول غواړي او څنګه چې رپورټ شوي دغه رقم ظلمونه کوي".

بلنکن ویل که افغانستان کې د خلکو د بنیادي حقونو خیال نه ساتل کیږي، هلته د ولس نمایندګان نه وي ناست او یو د ټولو ګډ حکومت نه وي او په تېرو شلو کالو کې د ترلاسه شوو ګټو خیال نه ساتلی کیږي نو بیا به یقیناً د امریکې او لا د نورې نړۍ سره افغانستان نه شي تللای.

تېره ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني پارلمان ته ویلي وو چې طالبان اوس منظمه ډانچه لري او د دې تر شا نړیوال ترهګر ولاړ دي. غني زیاته کړې وه چې دا وخت دوی د تورې تیارې او فرسوده سوچ سره په مقابله کې دي خو دوی پلان لري چې په هیواد کې ارامي په شپږو میاشتو کې راولي:

"مونږ د داسې ترهګرۍ سره مخ یو چې مثال يې نه شته. طالبان اوس هاغه نه دي چې کوم څلرویشت کاله وړاندې وو. طالبانو په مونږ باندې ډېر په شدت سره بریدونه کړي، دوی د وینو تږي دي او ډېر په زورورتیا سره حملې کوي".

طالبانو ویلي دي، دوی په زور او د کل واک تر لاسه کولو ارادې نه لري خو وايي د سولې د خبرو پر وړاندې تللو لپاره به صدر اشرف غني واک پریږدي او نوې موقتي حکومت به پر ځای کیږي.

څېړونکي دا دریځ د طالبانو له خوا ځان ته د نور وخت تر لاسه کولو هڅه ګڼي چرته چې دوی وکړای شي لا نورې علاقې قبضه کړي او په مذاکراتو کې برلاسي ولري.

دا وخت د افغانستان په بیله بیلو سیمو کې د حکومتي ځواکونو او د طالبانو تر منځ جګړې روانې دي. دواړه خواوې د بریا دعوې کیږي او دواړه په یو بل د ولس د ځورونې تورونه لګوي.

XS
SM
MD
LG