د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټيليفون خبرې کړي او "د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو د اندېښنې ترڅنګ یو ځل بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی".
ارګ ويلي دغه راز انتوني بلینکن "د افغانستان د سولې پروسې په چټکتیا کې د امریکا متحدو ایالتونو پر رول ټینګار وکړ".
د افغانستان صدارتي ماڼۍ تير د درېم اګست په ماسخوتن د دغو خبرو په اړه بيان خپور کړی دی.
ويل شوي، "دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د همکاریو پر دوام، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان سولې بهیر کې د سیمې هیوادونو د رول په اړه بحث وکړ".
د امريکې د بهرنيو چارو وزير په ټویټر ویلي،
د اشرف غني سره مې په خبرو کې د امریکا د قوي او تلپاتې ژمنې تکرار کړې، هغه ويلي د افغانستان د سولې د عمل ګړندي کولو او د سياسي جوړ جاړي په اړوند يې ورسره خبرې شوي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دغو خبرو کې دواړو مشرانو د طالبانو بریدونه غندلي چې د عامو خلکو ژوند او بشري حقونو ته درناوی نه لري، د خلکو د وژنو او بې ځايه کېدو سبب ګرځي.
اشرف غني او بلينکن ویلي د يو بل سره به په رابطه کې وي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزیر د افغان ولسمشر سره خبرې په داسې وخت کې کړي چې امريکا او نړيوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي او طالبانو په افغانستان کې بريدونو ته زور ورکړی دی.