لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

معید یوسف:که امریکا راونه ګوري نو پاکستان سره بیا نورې لارې هم شته


دپاکستان دقامي سلامتيا مشير معيد يوسف ویلي چې که د امريکا صدر جوبایډن د پاکستان قيادت د پامه غورځوي نو بیا د اسلام اباد سره نورې لارې هم شته.

ورځپاڼې فنانشنل ټايمز سره مرکه کې هغه ویلي چې د امريکا صدر د دومره مهم هېواد د وزير اعظم سره تر اوسه پورې خبرې قدرې نه دي کړې د کوم په هکله چې پخپله امریکا وايي چې دا هېواد دافغانستان په اړه ځنې چارو کې د جوړولو اؤ ماتولو توان لري.

څېړونکي وايي که پاکستان د امریکا په مقابل کې چين يو اپشن ګڼي نو ښکاره دې وي چې چين د امریکا بدیل نه شي کېدای.

ډان ورځپاڼه د فنانشنل ټاېمز سره مرکه کې د پاکستان د قامي سلامتيا د مشاور معيد يوسف د قوله وايي مونږ د امريکايي مشرانو په اشارو د ځان پوهولو هڅې کوو چې ایا د امریکا دغه چلند سم دی او که نه؟

معيد يوسف پخپله دغه مرکه کې ددې خبرې د سپناوي څخه ډډه کړې ده چې د پاکستان سره نورې څه لارې دي؟

نوموړي په دغه مرکه کې ویلي پاکستان ته هر ځل ویل شوي چې د امريکا صدر به د پاکستان وزيراعظم ته ټیلیفون کوي خو بیا وايي که د ټیلیفون نه کولو علت تکتیکي يا بل څه دی خو واضحه ده چې خلک په دې باور نه کوي.

معيد يوسف پوښتنه کړې که ټیلیفون کول او امنيتي اړيکې ساتل يو رعایت وي نو بیا د پاکستان سره نورې لارې هم شته.

امریکا او پاکستان دتېرو شلو کلونو راهسې دترهګرۍ خلاف جګړه کې مهم اتحادي هېوادونه دي خو په دې وروستیو کې د افغانستان دننه د امنيت د خرابې وضعې او د افغان طالبانو د حکومت سره په بېن الافغاني مذاکراتو کې د ښکاره پرمختګ نه کېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د خپل مينځي باور لاندې کچې ته راغلې دي.

واشنګټن او کابل په پاکستان طالبانو ته د پناه او مرستو ورکولو تورونه لګوي خو پاکستان دا تورونه مدام رد کړي دي او وایي چې د پاکستان امن او ثبات د افغانستان د امن سره تړلی دی او دا چې پاکستان په افغانستان کې دخپلې خوښې هیڅ ډله نه لري.

اخوا د امريکا د خارجه چارو د محکمې ویاند نېډ پرايس اسلام اباد ته باور ورکړي چې واشنګټن په افغانستان کې د امن په پرځائ کولو کې دپاکستان کردار مني او ستاینه یې کوي،او امریکا غواړي چې پاکستان په افغانستان کې خپل دغه رول دوامداره وساتي.

تېره ورځ واشنګټن کې صحافيانو ته داحوال ورکولو په مهال د خارجه چارو د محکمې ترجمان ويلي چې نه يوازې امریکا بلکې د امریکا نور ملګري او د سيمې زياتره هېوادونه هم دپاکستان د همکارۍ د کردار ستاېنه کوي.

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې مشر او دنړیوالو چارو پوهاند ډاکټر شکور ډيوه ته وايي د امریکا او پاکستان تعلقات د دواړو هېوادونو لپاره ډېر ارزښت لري او امریکا هم په دې سيمه ځانګړی نظر لري.

نوموړی وایي د معيد يوسف دا خبره چې پاکستان نورې لارې لري د سفارتي قدرونو پرضد ده او دا به دپاکستان لپاره د امریکا کرکه نوره هم سېوا کړي.

ډاکټر شکور وايي "دا وخت د پاکستان سره ډېرې کمې لارې دي او زما په اند چين د امریکا په مقابل کې يو اپشن دی هم نه"

دهغه په وینا "زمونږ مجبوري يوازې سي پېک ده خو هغه منصوبه لا اوس پوره ښکاره نه ده او له بده مرغه په هېواد کې هم زياتره چارواکي له دې خبر هم نه دي چې د سي پېک سره به څه کېږي او اوس په دغه پروژه کې څه روان دي"

ډاکټر شکور وایي چين ځان له يو مهم کردار دی او د پاکستان سره ښه تعلقات لري خو چين به د پاکستان لپاره يو ښه بدیل نه وي.

"د پاکستان او امريکا چې څنګه تعلقات دي د هغې بدیل چين نه چې د نړۍ بل يو هيواد هم نه شي کېدای"

فنانشنل ټاېمز د نهې په ورځ خپل راپور کې ليکلي چې په واشنګټن کې د ورځپاڼې د نماېنده سره مرکه کې معيد يوسف د امريکايي صدر جوبایډن لخوا د وزير اعظم عمران خان سره د تماس نه نيولو ګيله کړې وه ولې چې واشنګټن د طالبانو د قبضې د مخې نيولو په لړ کې د اسلام اباد څخه ملاتړ غوښتی ؤ.

فنانشنل ټاېمز په دغه رپورټ کې ليکلي چې که څه هم معيد يوسف د پاکستان سره د نورو لارو سپناوي نه دی کړی خو پاکستان دخپل ګاونډي هېواد چين سره نزدې او سټراتيژیکي اړيکې لري او چين د سي پېک په منصوبه کې د اربونو ډالرو پانګونې کړي دي.

دپاکستان د پوځ پخواني افسر او ددفاعي چارو څېړونکی ليفټننټ جنرال(ر) طلعت مسعود ډيوه ته وايي دا وخت د امریکا تګلاره دا ده چې د پاکستان سره ښه تعلقات ولري او امریکا غواړي هم چې پاکستان چين ته ډېر نزدې نه شي.

هغه وايي پاکستان په اوسنيو حالاتو کې غواړي چې خپله تګلاره خپلواکه او ازاده ولري او خپل جغرافیايي ارزښت پرځائ وساتي او کوښښ کوي د دوو لويو طاقتونو ترمنځ چارو کې يو اړخ ته ټيټ نه شي بلکې د چين او امريکا سره ښې اړیکې ولري.

د امريکا پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په وخت په پاکستان باندې د دروغو ویلو او په فریب دامریکا نه د اربونو ډالرو داخستو تورونه لګولي وؤ اؤ‌ له دې امله یې د پاکستان لپاره د دوؤ اربو ډالرو امنیتي مرستې هم تړلې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG