لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د جګړې سمدستي بندېدل غوښتي


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو وروستي بریدونه په کلکه غندلي او غوښتنه یې کړې چې دواړه لوري دې سمدستي جګړه ودروي او د سولې د خبرو له لارې دې سیاسي روغې جوړې ته ورسېږي.

افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیان هرکلی کړی او وایي د دوی غوښتنه هم دایمي ډزبندي او سوله ده.

ملګرو ملتونو دا بیان په داسې حال کې ورکړی چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې درنې جګړې د عامو خلکو ژوند ستونځمن کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست په درېیمه په یوه اعلامیه کې روان تشدد غندلی او له ښکېلو لورو یې غوښتنه کړې چې په بېړني ډول تاوتریخوالی ختم کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت په روانه جګړه کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه هم ژوره اندېښنه ښکاره کړې او وایي پر عامو افغانانو قصدي بریدونه ښايي جنګي جرم وبلل شي.

دې سازمان پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د سولې بهیر کې په معنا لرونکي ډول ښکېل شي او د یوه سیاسي جوړ جاړي او ډزبندۍ په لور پرمختګ وکړي.

افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیان هرکلی کړی. د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه ‌پال ازادي رېډیو ته ویلي، د افغانانو مهمه غوښتنه ډزبندي او د تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي:

"د افغانستان حکومت د دې اعلامیې هرکلی کوي، ځکه وروستۍ موندنې ښيي چې طالبانو پراخه بشري او جنګي جنایتونه کړي. وروستي غبرګونونه دا جوتوي چې افغانان له طالبانو او له اعمالو یې کرکه لري. د افغانانو یوازینۍ غوښتنه اوربند او د تاوتریخوالي درول دي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال د روان تاوتریخوالي او په جګړه کې د کېدونکو بشري جنایتونو په اړه اندېښنه ښيي چې د افغانستان د درې لویو ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو بریدونه روان دي او ترې په یو شمېر برخو کې د جنګي سرغړونو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

بل لور د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اعلامیې وروسته د تشدد د زیاتوالي، تاوتریخوالي او د طالبانو او بهرنیو ترهګرو له‌ خوا د بشري حقونو په برخه کې د پراخو سرغړونو په اړه له خپل هندي سیال ایس جې شنکر سره په ټیلیفوني خبرو کې د دې شورا د ځانګړې ناستې غوښتنه کړې.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې ناسته د بشري سرغړونو د ژر تر ژره بندېدو او په افغانستان او سیمه کې د همېشنۍ سولې او ارامۍ د ضمانت لپاره مهمه بللې.

په افغانستان کې د روانو بشري سرغړونو په اړه په وروستیو کې د امریکې او بریتانیې سفارتونو غبرګونونه هم توند شوي دي. دې سفارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې طالبان تورن کړي چې له ملکي افغانانو د سپر په توګه کار اخلي، خو طالبان بیا د هر څه مسوول افغان حکومت بولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG