لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا نوی قانون،14کالو نه کم عمره ماشوم به کور کې نوکر نه ساتل کیږي


د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ په کورونو کې دننه د کارکوونکو کسانو د حقونو خوندي کولو او د هغوئ د ستونزو هواري له پاره یو نوی قانون منظور کړی دی۔

ددې قانون له مخې هیڅوک د ۱۴ کالو څخه کم عمره ماشومان کور کې دملازم په توګه نه شي ساتلی.

دقانون له مخې که څوک د۱۴ کالو نه کم عمره ماشومانو نه په کور کې مشقت اخلي نو دقيد دسزا ترڅنګ به هغوی جرمانه کولی هم شي۔

د ماشومانو د حقنونو له پاره کار کوونکي وايي چې بايد په دغه قانون کې د ماشوم معاش ګټلو له پاره عمر د 14 کالو پرځاۍ 18 کاله وټاکل شي کوم چې په نړيواله کچه لاس ليک شوؤ معاهدو او د ماشومانو د حقونو خوندي کولو قوانينو سره سمون خوري۔

دغه قانوني مسوده اوړمه ورځ دصوبې دخواریکښو دمحکمې وزیر شوکت یوسفزي پارلیمان ته وړاندې کړې وه.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ماشومانو د ژغورنې دځانګړې کميټۍ ښځينه غړې عائشه بانو وايس اف امريکا ډيوه ته وويل چې ددې قانون مخې ته د راوړلو مقصد د هغه خلکو روزګار مخ په وړاندې بوتلل دي څوک چي د کور دننه واړه واړه روزګارونه کوي۔

نوموړې وايي دقانون ترمخه په کورونو کې روزګار کوونکي سوداګر د 14 کالو نه کم عمر ماشومانو باندي کار نه شي کولی او کوم خلک چې د قانون خلاف ورزي کوي نو د دوه لکه روپو جرمانې ترڅنګ جېل ته به هم لېږلی شي۔

"چې څومره خلک هم په کورونو کې روزکار کوي نو هغه به خپل ملازمان دمحکمې سره رجسټرډ کوي اؤ عمرونه به یې ښایي اؤ ددې مقصد دادی چې هغه ماشومانو نه په کورونو دننه دمشقت اخستو مخه ونیول شي چې عمرونه یې اته،نهه دي اؤ د زده کړو وخت ترې دلاسه اوځي"

په پېښور کې ميشت د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر د صوبايي حکومت دغه قانون نيمګړی بولی اؤ وايي نه يوازې په پاکستان کې بلکې په نړيواله کچه هم د ماشومتوب عمر 18 کالو پورې ټاکل شوی دی نو بيا ولې صوبايي حکومت په 14 کاله عمر کې يو کم عمره تن ته د معاش ګټلو اجازه ورکوي؟

" پاکستان چې دماشومانو د تحفظ له پاره په نړيواله کچه کومې معاهدې لاس ليک کړي دي نو هغې کې دماشوم عمر 18 کاله دی، نو زما په خيال دا عمر د 14 کالو پرځاۍ 18 کاله پکار وو، او بل دا کتل پکار دي چې په لويو لويو بنګلو کې چې کوم ماشومان هلکان او جينکۍ کار کوي نو چې ايا هغه په دې کې شامل دي او که نه؟ که شامل وي پکې نو بيا ښه خبره ده"

په دې حقله عائشه بانو وايس اف امريکا ډيوه ته وويل چې په کورونو کې زياتره ماشومان د سکولونو وروسته د ځان لپاره معاش ګټي ځکه صوبايي حکومت په کورونو کې د کار کوونکو ماشومانو له پاره د عمر حد 14 کاله ټاکلی دی۔

" زمونږه ځيني ماشومان دي چې سحر وخت کې سکول ته ځي او بيا وروسته کار کوي، یا داسې میرمنې هم شته چې کورونو کې یې سړی نه وي، يا داسې جينکۍ چې کور کې یې مور پلار نه وي او ورو يې ګټه وټه کوي نو هغه خلک به بيا څه کوي؟

نوموړې وایي هغه ماشومان چې دغريبۍ د لاسه کار کوي او سکول ته نه شي تللی نو مونږ به کوشش کوؤ چې په څه نه څه طريقه د هغه د تعليم له پاره بندوبست برابر کړو

ماهرين وايي په کال 1996 کې دترسره شوې نظز پوښتنې ترمخه د هېواد په کچه 33 لکه ماشومان په معاش ګټلو کې بوخت دي۔

کارپوهان زياتوي غېر سرکاري شمېرې ښايي چې په خېبر پښتونخوا کې دوه کروړه ماشومان د سکولونو څخه بهر دي او په دغه ماشومانو کې يو کروړ مزدوري کوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG