لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حېدر اباد کې د شانګلې د سکرو د کان د 3 خواريکښو مړي کلي ته وړل کيږي


د حېدر اباد د سکرو کان
د حېدر اباد د سکرو کان

د سيند صوبې په دوېم غټ ښار حېدر اباد کې د سکرو په کان کې د پېښې ښکار شوو مړو خواريکښو جسدونه پلارني کلي د شانګلې ضلعې د الپورۍ سيمې ته روان کړی شوي او خپلوان يې وايي نن مازيګر به ورسول شي.

په حېدر اباد کې د لاکړا د سکرو/کويلې په کان کې د نهې/ سه شنبې په ورځ (درېم اګست) پېښه شوې او درې خواريکښ په کان کې دننه ايسار شوي وو.

د ځايي خواريکښو په وېنا دوی په خپله د کان نه په دوه ورځو کې د خواريکښو مړي راويستي او پرون ماښام يې کلي ته په بس کې روان کړي دي.

لايق زاده وايي په کان کې يې ورور ګل باچا، د تره زوی سيدګل او وراره احسان الله ايسار شوي او مړه شوي دي.

خواريکښ تور لګوي په دغه کان چې په خواريکښو غورځېدلی او دوی پکې ايسار شوي د دوی د تحفظ هیڅ انتظام نه وو او بيا د دوی د راويستلو دپاره کومه حکومتي مشينري هم نه وه.

خواريکښ دا تور هم لګوي چې د سکرو په ځينو کانونو کې داسې ټېکدارانو ته ټېکې ورکړی شي چې هغوی د خواريکښو هيڅ خیال نه ساتي.

د سيند صوبې د توانايۍ وزير امتياز شېخ وي او اې ډیوه ته د پېښې او د خواريکښو د تورونو په اړه ويلي هغه چې د پېښې نه خبر شوی پرون يې پرې سمدستي غونډه رابللې او د اړونده چارواکو سره يې پرې خبرې شوي دي.

هغه وویل کانونه نېغ په نېغه د حکومت په واک کې نه وي خو هغه اړونده چارواکو ته لارښوونه کړې چې د پېښې پلټنې وکړي چې علت يې مالوم شي.

شېخ زياته کړه د حکومت سره د دغو خواريکښو دپاره د مالي مرستو دپاره کوم قانون نشته خو هغه هڅه کوي چې د دوی دپاره په رسمي ډول قانوني مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کړي او قانون پرې جوړ شي.

د سيند صوبې په حېدر اباد ښار کې د سکرو غټ کانونه دي او د غېر سرکاري او ځايي خواريکښو په وېنا دغلته د زرګونو په شمېره کې خواريکښ کار کوي چې زياتره پکې پښتانه دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG