لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ترهګرۍ په ضد را پاڅېدلی پښتون ژغورنې غورځنګ ولې نه اورېدل کېږي؟


واشنګټن ـــ د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه اوونۍ وړاندې په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرۍ او په افغانستان کې د روانو جګړو په ضد د «امن» په نوم جلسه کړې وه چې زرګونو کسانو پکې ګډون کړی وو، خو دې جلسې ته په پاکستاني مېډیا کې ځای ور نه کړل شو. څېړونکي وایي پاکستاني رسنۍ "ترهګرو ډلو" ته کورېج ورکوي خو د بشري حقونو لپاره کارکوونکي تنظیم ته ځای نه ورکوي.

د جولای پر 28مه د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې- چې یو وخت د طالبانو مرکز وو- لسګونه زره خلک په افغانستان کې د روانو وسلوالو بریدونو او په پښتونخوا کې د ترهګرۍ په ضد را غونډ شوي وو خو په پاکستاني رسنیو کې ورته ډېر لږ ځای ورکړل شو.

خبریالان او د بشري حقونو فعالان وایي، دې جلسې ته د لږ ځای او کورېج ورکولو وجه د حکومت د هغه اوږده کمپېن نتیجه ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ یې له پامه غورځولی دی او د حکومتي فشار نخښه ده چې پاکستاني رسنۍ یې هم زغمي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتونخوا له قبایلي ضلعو را پورته شوی د ځوانانو تحریک دی چې د سیمې خلکو یې په کلونو له پاکستاني پوځ سره د وسلوالو طالبانو جګړه زغملې او ترې اغېزمن شوي دي.

د دې تحریک مشران پر طالبانو او همدارنګه د پاکستاني پوځ پر مشرانو کلکې نیوکې کوي او وایي خلک یې د ریاست تر سیوري لاندې ترهګرۍ ښکار شوي دي ځکه چې وایي اسلام اباد له اوږدې مودې له طالبانو سره اړیکې لري.

د پاکستان پوځ دا ډول تورونه تل ردوي او وایي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یې په تېره یوه نیمه لسیزه کې زرګونه پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ګڼو پاکستاني چارواکو پر پښتون ژغورنې غورځنګ تورونه لګولي چې وایي د هندوستان او افغانستان له استخباراتي ادارو سره اړیکې لري او له بهره ورسره مالي مرسته کېږي خو د دې تحریک مشرانو تل دا تورونه رد کړي او وایي که پاکستاني‌ چارواکي داسې څه ثبوت لري‌ هغه دې وړاندې کړي.

د جنوبي وزیرستان په مکین کې د پي ټي ایم جلسه.
د جنوبي وزیرستان په مکین کې د پي ټي ایم جلسه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي‌ وزیر له تېرو اوو میاشتو راهیسې په دې تور د کراچۍ په زندان کې دی چې وایي د پاکستاني پوځ او ریاستي ادارو په ضد یې د کراچۍ په یوه جلسه کې خبرې کړې دي خو خپله هغه او د تحریک مشران یې وایي دوی تل د خپلو حقونو خبره کړې ده.

د طالبانو سخت مخالفت:

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، دوی به پر "خپله خاوره" د جګړې ملاتړ ونه کړي، چې اشاره یې د افغانستان او پاکستان پښتني سیمو ته ده چې د ډیورنډ‌ کرښې یوې بلې غاړې ته پرتې دي.

منظور پښتین د افغانستان پولې ته څېرمه د مکین په تېره جلسه کې وویل "په جنګ په زور به کله هم د افغانستان شخړه نه شي هواره، دا شخړه یواځې په جمهوري طریقه د ولس په رایو حل کېدای شي، په زور راغلي حکومتونه تل په زور لرې شوي دي".

خو له ټولنیزو رسنیو دباندې او له ځینو ځایي خبریالانو پرته چې خپل رپوټونه پر یوټیوب او سوشل مېډیا خپروي، د پاکستان په نورو مرکزي رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د «امن» په نوم جلسې هیڅ‌ یادونه هم ونه شوه.

پر ټولنیزو رسنیو ځینو سیاستوالو او فعالانو پر پاکستاني رسنیو د پي ټي ایم جلسې ته د ځای نه ورکولو له کبله نیوکې وکړې. د پاکستان پیپلز ګوند پخواني سنېټر فرحت الله بابر- چې په دې جلسه کې یې ګډون هم کړی وو- پر ټویټر ولیکل:

"څوک چې وایي په رسنیو کې سنسرشپ یا بندیز نه شته او پاکستاني رسنۍ د برتانیې تر هغو ډېرې ازادې دي هغوی باید په مکین کې د پي ټي ایم د جلسې وېډیوګانې وګوري او بیا دې په پاکستاني رسنیو کې یوه کرښه را پیدا کړي".

سیاستوال او د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن پخواني مشر افراسیاب خټک هم په دې جلسه کې ګډون کړی وو او پر ټویټر یې لیکلي، چې "د افغان ولس، امن او جمهوریت په ملاتړ جلسه وشوه خو په پاکستاني رسنیو کې ورته ځای ور نه کړل شو".

سره له دې په پاکستاني رسنیو کې ورته ځای نه ورکول کېږي خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولنیزو رسنیو او یوټیوب له لارې خلکو ته د خپل پیغام په رسولو کې بریالی کېږي چې په پښتونخوا او په افغانستان کې د ترهګرۍ او جګړې په ضد بیانیه یې ډېره ښکاره ده.

د پاکستان حکومت په مېډیا کې د پي ټي ایم پر فعالیتونو د بندیز یا سنسرشپ رسمي پالیسي نه ده اعلان کړې، خو فریډم هاوس او د رسنیو د څار نورې ادارې وایي، د 2019م کال په اپرېل کې ډېرې رسنۍ د دې تحریک له پوښښه هغه وخت را وګرځول شوې چې د پوځ ویاند وویل د پي ټي ایم شکایتونه به نور ونه زغمل شي او تور یې پورې کړ چې دوی له افغان او هندي استخباراتو فنډ تر لاسه کوي.

د پي ټي ایم د جلسې ګډونوال.
د پي ټي ایم د جلسې ګډونوال.

فریډم هاوس د 2021م کال لپاره پخپل رپوټ کې پر پاکستان نیوکه کړې او وایي "ریاست په رسنیو کې په پي ټي ایم او په غړو باندې یې په کورېج بندیز دا کال هم عملي کړی وو".

دوو پاکستاني خبریالانو وي او اې ته وویل، خبریالان هڅه کوي چې د دوی په سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونو او جلسو ته پوښښ ورکړي خو وایي له دې کار سره خطر تړلی دی.

د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې یو خبریال الله خان د «ږغ نیوز» له لار د پي ټي ایم فعالیتونه، سیاسي جلسې جلوسونه او له بشري حقونو سره تړلي مسایل پر یوټیوب او فېسبوک خپروي.

الله خان وي او اې ته وویل، دوی د پي ټي ایم د فعالیتونو په اړه خپل رپوټونه د پاکستان مرکزي رسنیو ته لېږي خو وایي هغوی ورته ځای نه ورکوي او نه یې چاپوي:

"زه تر دې تېرې روژې [2021 اپرېل] مخکې له دې کبله نیول شوی او 12 ورځې په جېل کې وم چې د پي ټي ایم احتجاجي مظاهرې ته مې کورېج ورکړی وو".

په اسلام اباد کې مېشت خبریال او وي-لاګر مطیع الله جان- چې د تېر 2020م کال په جولای کې له پایتخته د وسلو په زور تښتول شوی وو- وي او اې ته وویل "تاسې لیدلای شئ چې دلته له طالبانو او د هغوی له ویاندویانو سره په رسنیو کې مرکې کېږي خو که ته د پي ټي‌ ایم په اړه خبرې کوې، نو [د کورېج لپاره یې] حتی سوشل مېډیا هم تر فشار لاندې ده".

مطیع الله جان وایي په وزیرستان غوندې سیمو کې خلک د پي ټي ایم غوندې فعالیتونه پر ټولنیزو رسنیو خپرولای شي خو وایي "هغوی د سیمې د انتظامي چارواکو او پولیسو له خوا له ګواښونو او فشار سره مخ کېږي". جان وایي:

"دا د ریاستي پالیسۍ تضاد ښکاره کوي، هغه خلک چې دلته [په پاکستان] او افغانستان کې امن غواړي، هغوی ته په رسنیو کې ځای نه ورکول کېږي".

د پاکستان د خبریالانو د تنظیم پي ایف یو جې مشر شاهزاده ذوالفقار وي او اې ډیوه ته وویل، پاکستاني رسنۍ له ډېرو بندیزونو سره مخ دي. ذوالفقار وایي پاکستان په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په نوملړ کې ډېر کښته راغلی دی:

"د رسنیو ادارې [فشار ته] تسلیم شوې دي. پېمرا د خلکو خولو ته د تالو [کولپونو] ور لګولو لپاره د یوې وسیلې په توګه استعمالېږي".

د پي ټي‌ ایم په یوه جلسه کې د جبري درکه کسانو د کورنیو ښځې.
د پي ټي‌ ایم په یوه جلسه کې د جبري درکه کسانو د کورنیو ښځې.

د خبریالانو د حقونو نړیوال تنظیم بې سرحده خبریالان (آر ایس ایف) د رپوټ له مخې پاکستان د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه د 180 هېوادونو په لیسټ کې پر 145م نمبر دی.

د بې سرحده خبریالانو تنظیم د 2021م کال لپاره پخپل رپوټ کې ویلي، پاکستاني رسنۍ د "ډیپ سټېټ" لومړی هدف دي چې اشاره یې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ای ایس ای ته ده.

خطرناکه سیمه:

شمالي او جنوبي وزیرستان د افغانستان له خوست او پکتیا ولایتونو سره پوله لري چې پر امریکې د 2001م کال تر ترهګر برید وروسته د ترهګرۍ په نړیوال مرکز بدلې شوې. تر شل کلنې جګړې او ډرون بریدونو وروسته نړیوال جنګیالي اوس هم په دې سیمه کې فعالیت کوي.

په دې سیمه کې خبریالي یو لوی خطر دی، هغه خبریالان چې ځایي اوسېدونکي نه دي وزیرستان ته تر هغه وخته نه شي تلای چې د پاکستان له امنیتي ادارو او پوځ سره ګډ لاړ نه شي. د جنوبي وزیرستان مکین ته چې د سیمې اوسېدونکي د ټانک د «ډبرې» له لارې رسېږي نو پر لارې د پوځ تر شاوخوا یو درځن چیک پوسټونو تېرېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د تېرې اوونۍ د جلسې ځای مکین یو وخت ممنوعه سیمه وه چې د سیمې خپل اوسېدونکي یې هم نه شوای ورتلای. طالبانو او د دوی ملګرو د سیمې له سکولونو او پخو ودانیو د خپلو فعالیتونو مرکزونه جوړ کړي وو.

د وسلوالو په ضد د پاکستان پوځي تر اوږده کمپېن وروسته دا سیمه اوس د پوځ تر واک لاندې ده، خو پښتون ژغورنې غورځنګ ورباندې د بشري حقونو د سرغړونې تورونه لګوي چې پوځ رد کړي دي.

ــــــــــــ

دا رپوټ نفیس ټکر د وي او اې انګرېزي څانګې ته لیکلی، چې په تیارولو کې یې د وي او اې ډیوه همکارانو پیر زبېرشاه او عدنان بېټني هم مرسته کړې او بارکوال میاخېل پښتو ته ژباړلی دی.

XS
SM
MD
LG