لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لانګو: د کاسي کورنۍ او ګوند ته به ژر انصاف ورسېږي


د بلوچستان د کورنیو چارو وزير مير ضيا لانګو وایي، د عبيدالله کاسي وژل د ټولو لپاﺭه د غم خبر ځکه دی چې بلوچستان له يو داسې سياسي وګړې څخه محرومه کړل شو چې هغه د ټولو محکومو قامونو لپاﺭه مباﺭﺯه کوله۔

د کوﺭنيو چاﺭو وﺯير وويل ډېر ژﺭ به د عبيدالله کاسي کوﺭنۍ او ګوند ته انصاف وﺭسېږي

" نن ورځ د ټولو لپاره د غم ورځ ده ، موږ ډېر کوشش وکړ خو دغه کېس داسي کېس و چې موږ مخامخ لاس ورچولی وايي نو د ده ( عبيدالله کاسي) و ژوند ته خطر و، حکومت هر څه په احتياط سره کول، چې د هغه ژوند خوندي وي، زه دلته وتاسو ته باور درکوم چې قاتلان معلوم کړل شوي دي، تر قاتلانو پورې رسېدلي يو، انشاالله په دوې درې ورځو کې به ډيره لويه کاروايي کېږي، حکومت د دې ظاليمانو پر ضد د کاروايي او و انجام ته د رسولو کوم نيت دی دا به تاسو ووینی او هغه به تاسو ته په نظر راشي"۔

ضيا لانګو دغه خبرې په کچلاغ کې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کېمټۍ د وژل شوي غړي عبيدالله کاسي د جناﺯې د مراسمو و غونډې ته وکړ‎ې۔

د کچلاغ د پولیس رپورټ دی چې عبيد الله کاسۍ د ﺭوان کال د جون د مياشتې پر کوټې ته نېﺯدې د کچلا غ له کلي کتيﺭ چخه اغوا کړل شوی وو,

د پښين د مرستیال کمشنر حضرت ولئلي په خبرہ چاﺭواکو “د ﺯياﺭت يا پنجشنبې په وﺭځ د عبيدالله کاسي مړی د پښین ضلعې له سرانان سيمې څخه موندل شوی”۔

د عبید الله کاسي د مړ‎ی پوسټ مارټم یې د کوټې په سول روغتون کې وکړ‎، د روغتون د چارواکو په خبرہ د عبیداللہ کاسي مرګ پر ھغه د زیات تشدد له عمله شوی۔

د عبيدالله کاسي کوﺭنۍ وايي چې د عبيدالله کاسي د خوشي کېدو لپاﺭه اغواکارانو د پنځلس لکه ډالرو غوښتنه کړ‎ې وہ خو وایي دوی یوہ پیسه ھم ندہ ورکړ‎ې۔

د جنازې د مراسمو وغونډې ته د وينا پر محال د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان ايالتي مشر او د ايالتي اسمبلۍ غړي اصغر خان اڅکزي وويل چې د دوی د ګوند ملګري ځکه په نخښه کېږي چې هغه لا هم پر خپله نظريه او لاره روان دي۔

اڅکزي د بلوچستان د کورنيو چارو و وزير مير ضيا لانګو ته د هغه د دخبرو په ځواب کې وويل

“د عبيدالله کاسي قاتلان په انجام رسول د حکومت او ادارو زمه واري ده”۔

خو اصغر خان اڅکزي دا ھم زیاته کړ‎ہ چې”حکومت دې هر څه په خپله زمه واري تر سره کړې نه چې بيا د عبيدالله کاسي کورنۍ له نورو ستونځو سره مخ شي”۔

د جنازې په مراسمو کې په ګڼ شمېر د بېلا بېلو سياسي مزهبي او قامپاله ګوندونو مشرانو او غړو ګډون درلود۔

و غونډه ته وينا کونکو مشرانو يو وار بيا د پښتنو پر يوالي زور ورکړ، او وويل چې له روانو بد مرغيو څخه د ځان خلاصۍ يوازینۍ لاره د اتفاق ده۔

له ويناو او د جنازې مراسمو وﺭستو د عبيدالله کاسي مړۍ د ھغه د کور و څنګ ته د کچلاغ په کلي کتير اديره کې و خارو ته وسپارل شو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG