لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته به دافغان کډوالو پرمخ خپله پوله تړل ګران وي،څېړونکي وایي


څيړونکي وايي ممکنه نه ښکاري چې پاکستان به دافغان کډوالو د پاره پوله تړلې وساتي ځکه چې دنړيوال فشار او افغانستان سره د اوږدې پولې لرلو له امله به دکډوالو دبهیر راماتیدو صورت کې پاکستان ته ددغو کډوالو پرمخ خپله پوله تړل ګران وي.

په دې وروستيو کې امريکې هم دپاکستان نه غوښتي چې د کډوالو د پاره پوله پرانستي وساتي خو دپاکستان چارواکي وائي که افغانستان کې حالات خراب شي کډوال به خپلې خاورې ته پرې نه ږدي.

د پاکستان د بشري حقونو دکمیشن دخېبر پښتونخوا مشر اکبر خان وايي که افغانستان کې حالات خراب شي نو په ممکنه توګه به کډوال پاکستان ته را اوړي او د يو ګاونډي هېواد په توګه پاکستان ته پکار دي چې کډوالو ته اجازه ورکړي.

وي او ای ډيو سره خبرو کې اکبر خان وويل د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په غونډه کې به د کډوالو د پاره د پولې د تړلو خبره راپورته کوي.

هغه وایي په شخصې توګه ګڼي چې د کډوالو پرمخ پوله تړل به د بشري حقونو په ضد وي.

د پاکستان د بشري حقونو دکمیشن عمومي سکتر حارث خليق ډيوه ته وويل د بشري حقونو د کمبشن دا خيال دی چې داسې حالات پېدا کول نه دي پکار چې خلک کډوال شي.

حارث خليق وويل که په پوله د کډوالو فشار زيات شي نو بيا به ممکنه نه وي چې پاکستان د کډوالو د پاره خپله پوله وتړي۔

"د رياست سره پوره اختيار وي، څنګه چې بنګله ديش د برما نه راتلونکو کډوالو باندې سختي کړې وه او د نړیوال نیوکو سره هم مخ شوي ؤ خو که د پاکستان رياست غواړي هم چې د کډوالو مخه ونيسي نو دا به ممکنه نه وي چې کډوال ايسار کړل شي"

د امريکي د بهرنيو چارو د وزارت يو چارواکي افغانانو ته د ويزو ورکولو په اړه تېره ورځ يوې خبري غونډي ته دخبرو په مهال د پاکستان او د ترکي نه غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو د پاره دې خپلې پولې نه تړي.

د جولایي په مياشت کې دپاکستان د کورنیو چارو وزير شيخ رشيد په افغانستان کې روانو حالاتو ته په اشارې سره ویلي وؤ هېواد یې دا ځل تیار نه دی چې نور افغان کډوال تر پولې ور واوړي او په دې هېواد کې مېشت شي.

څيړونکی او خبريال افتحار فردوس وايي پاکستان کې د چترال، غلام خان، تورخم او چمن سيمو کې د پولې سره نزدې علاقو کي د کډوالو د پاره ځايونه ټاکل شوي دي،خو د پاکستان حکومت د کډوالو راتلو ته لا کومه اجازه نه ده ورکړې.

افتحار فردوس وويل دکډوالو دپاره کارکونکې ادارې، او د پاکستان دحکومت داندازې ترمخه که افغانستان کې وضعیت خرابیږي نو پاکستان ته به نزدې اووه لکه کډوال رااوړي،

افتحار فردوس وويل غالب ګمان دی چې د کډوالو په پوله د فشار زياتيدو سره به پاکستان اجازه ورکړي چې کډوال راشي خو په دې کې به د افغانستان او پاکستان او د امريکه او پاکستان د اړيکو رول هم وي۔

دملګرو ملتونو دکډوالو د ادارې يو اين ايچ سي ار چارواکي وايي لا هم پاکستان ته د کډوالو په توګه کومې کورنۍ نه دي را اوښتې،

پاکستان په روستيو کې د افغانستان سره دلګیدلې پولې نه خپل پوليس او مليشا عسکر ستانه کړي او د کورنيو چارو وزير ویلي وؤ د پولې د امنيت واک يي فوځ ته ورکړی۔

په نزديو کې پاکستاني چارواکو ويلي د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو پروسه يي هم تر ډيره حده سر ته رسولې ده۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG