لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو پاکستان سره دسپین بولدک سرحدي پوله وتړله


پاکستاني چارواکي وایي دباب دوستي په نوم دا سرحدي پوله دافغانستان لوري ته په سپین بولدک ولسوالۍ قابضو طالبانو دجمعې د ورځې دسهار نه تړلې ده.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دچمن اؤ سپین بولدک سرحدي پوله نن دجمعې په ورځ یو ځل بیا تړل شوې ده.

دپولې تړل کیدو سره په دغه سرحدي لاره دپیاده خلکو دتګ راتګ اؤ د دواړو دولتونو ترمنځ دتجارت لړۍ هم په ټپه ودریدلې ده.

دسیمې نه د ډیوه دخبریال ترمخه دپولې تړل کیدو سره سم دپولې دواړو غاړو ته په سوؤنو عادي خلک اؤ تجارتي ګاډي بند پاتې شوي دي.

پاکستاني چارواکي وایي دباب دوستي په نوم دا سرحدي پوله دافغانستان لوري ته په سپین بولدک ولسوالۍ قابضو طالبانو دجمعې د ورځې دسهار نه تړلې ده.

دا پوله به نور کله دپاکستان لخوا دپیاده خلکو پرمخ دسهار داتوؤ بجو څخه تر غرمې دولسو بجو اؤ دتجارتي ګاډو پرمخ د دولسو بجو څخه تر ماښام پینځوؤ بجو خلاصه وه.

خو تیر ماښام کندهار دپاره دطالبانو دخپلسره والي حاجي وفا لخوا په ټولنیزو رسنیو اعلان وشو چې که پاکستان باب دوستي دروزاره دافغانانو دپاره یوازې په تذکره اؤ پاکستانیانو دپاره په شناختي کارډونو اؤ تجارتي ګاډو دپاره سهار نه ترماښامه خلاصه ونه ساتله نو دوئ به دا پوله ترنامعلومې مودې وتړي.

پاکستاني چارواکو دطالبانو دغه اعلان ته لا هیڅ غبرګون نه ؤ ویلی خو دجمعې په ورځ طالبانو خپل لوري ته دباب دوستي دروازه وتړله.

په سیمه کې مامور یو پاکستاني چارواکي وي او ای ډیوه ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دپاکستاني چارواکو لخوا طالبانو سره خبرې روانې دي اؤ ډير زر به دا پوله بېرته خلاصه کړل شي.

خو دچمن دسوداګریزې خولې مرستیال مشر محمد قسیم خان اڅکزي وي او ای ډیوه ته وویل چې دچمن سرحدي پولې تړل کیدو له امله هره ورځ تجارانو ته د کروړونو روپو زیانونه رسیږي.

هغه وویل دا وخت دسبزیانو اؤ تازه میوؤ سېزن روان دی اؤ دپاکستاني تجارانو له لوري د افغان ټرانزټ ټریډ ترڅنګ دغه هیواد ته خوراکي توکي لکه وریژې،مالګه اؤ پرچون سامانونه هم روان دي خو دپولې تړل کیدو له امله دا ټول سوداګریز مالونه په پوله بند پاتې دي.

دتجارانو دغه مشر زیاته کړه "دا یوازې دتجارانو زیان نه دی بلکې د دواړو خواؤ دولتونو ته ګمرګاتو په مد کې هم بې دریغه تاوان رسوي ځکه نو پکار ده چې دواړه خواوې زر تر زره دپولې خلاصولو پرېکړه وکړي"

په سیمه کې د ډیوه خبریال وایي دچمن سرحدي پولې تړل کیدو سره دپاکستان په خاوره کې په سوؤنو هغه افغانان بند پاتې دي چې افغانستان ته یې اوړیدل غوښتل.

هغه وایي دا په سوؤنو افغانان چې ښځې ،ماشومان اؤ د زاړه عمر خلک پکې هم شامل دي دشین اسمان لاندې سختې ګرمۍ ته پراته دي اؤ شیبې شماري چې کله به پوله خلاصیږي اؤ دوئ به خپل وطن ته اوړي.

دسپین بولدک یو استوګن اکبرخان وي او ای ډیوه ته وایي پاکستان دچمن پوله په ورځ کې یوازې درې ساعته خلاصه ساتي چې ددې ستونزې له امله طالبانو دا دروازه وتړله.

دافغانستان دهلمند ولایت ګل محمد هم دپولې تړل کیدو له امله دپاکستان لوري ته بند پاتې شوی چې خپل مریضان یې پاکستان ته دعلاج لپاره بوتللي وؤ.

هغه وایي یو خوا ګرمي ده ، بلخوا ورسره ناروغان دي اؤ پوله هم دنامعلوم وخت دپاره تړل شوې نو ځکه دی دستختو ستونزو اؤ پریشانۍ سره مخ دی اؤ‌‌ په بند نه پوهیږي چې اوس څه چاره وکړي؟

جان محمد اقا هم دافغانستان د زابل ولایت څخه د درملنې دپاره پاکستان ته راغلی خو دپولې تړل کیدو له امله دی هم دپاکستان لوري ته بند پاتې شوی دی.

هغه وایي دواړه خواوې دې دانسانانو مشکلات په نظر کې ونیسي اؤ پوله دې خلکو ته خلاصه کړي.

تر دې وړاندې دباب دوستي په نوم دا پوله دپاکستان لخوا په ۱۴م جون تړل شوې وه چې بیا دافغانستان په سپین بولدک بندر دطالبانو له قبضې وروسته پاکستان دغه پوله دپیاده خلکو پرمخ خلاصه کړه خو دلویې اختر وروسته په ۲۴م جولایي دپاکستان لخوا دا پوله په بشپړ ډول خلاصه کړل شوې وه اؤ دپیاده خلکو ترڅنګ پرې تجارتي ګاډي هم تیریدل.

اوس چې طالبانو یو ځل بیا دا پوله تړلې تجاران دفکرمندۍ سره مخ شوي اؤ وایي که پوله زر خلاصه نه شوه نو ویره ده چې هغوئ ته نه سر کېدونکي زیانونه واوړي.

څېړونکي وایي دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ تجارت په دې وروستیو کې دپولو تړل کیدو له امله لاندې کچې ته لوئیدلی اؤ که دا لړۍ دوام وکړي نو ویره ده چې دا تجارت په ټپو ودریږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG