لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دېبورا لاینز: د افغانستان جګړه لا خونړي او ویجاړونکي پړاو ته داخله شوې ده


د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته وینا کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له امریکا سره شوي جوړجاړي کې د طالبانو لوظ باندې پوښتنه راپورته کړه او وويل، د افغانستان جګړه اوس یو خونړۍ مرحلې ته داخله شوې او د طالبانو لخوا حملو کې په تیره یوه میاشته کې له زرو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

ډیبوره لیونز وویل :کومه ډله چې په راستئ د خبرو په میز خپلو کړو ژمنو ته ژمن وي هغه به د دومره ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ نه کړي،ځکه چې هغه پوهیږي که چېرې زیاته وینه تویېږي نو د روغي جوړې په عمل کې چیلنجونه لا نور زیاتېږي.

دې زیاته کړه، د افغانستان جګړه په نزدیو کې د شام او سرائيیوو کې د تیرو شویو جګړو نه مختلفه ده.

میرمن لیونز وویل، ښکاره خبره ده چې په ښارنو د حملو سره به عامو خلکو ته لوئ زیانونه اوړي که څه هم طالبانو لخوا په ښاریزو سیمو د حملو کولو دهړکه به په ظاهره د طالبانو سټریټجکي پریکړه وي خو ددغې په نتیجه کې ممکنه د لوئ تباهئ ذمه وار به هم دوئ وي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې زیاته کړه ملګري ملتونه تمه لري چې دواړه قانوني او غیرقانوني توګه باندې د کډوالو شمیره به سږني کال کې دوه برابره غبرګه وي.

په ملګرو ملتونو کې د روس سفارتکار واسیلي نبینزیا د امنیتي شورا غونډې ته اوئیل په افغانستان کې خراب حالاتو باندې اندیښنې سیوه شوي او د خارجي عسکرو د وتلو سره دغه بیا نور کړکیچن شوي دي.

وسیلي نبینزیا وائ: له بده مرغه دا یو تریخ حقیقت دی خو د افغانستان په اړه اټکلونه په لویه پیمانه او اوږدې خانه جنګئ اړخ ته خویدلي دي؛

ملګرو ملتونو کې د برتانیي استازې باربره ووډورډ وویل، امنیت شورا دې طالبانو ته داسې پیغام ورکړي چې که چېرې دوی وسله وال بریدونه جاري ساتي نو دې کې به هیڅ شک نه وي چې د دوي لپاره به دغه بدي اغیزې ولري او دا زمونږ لوظ دی که چرې طالبان د وسلې په زور واک ته راغلل برتانیه به هیڅ کله هم د طالبانو حکومت په رسمي توګه ونه مني .

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا اختیار لري چې د طالبانو په مشرانو او دوي پورې اړه لرونکي هغه شیان چې د افغانستان سوله، ثبات او امنیت ته ترې خطر وي باندې بندیز پرځائ کړي.

د امریکا یو سنئیر سفارتکار جیفري لورانټیس په طالبانو غږ وکړو چې د خپلو حملو څخه لاس واخلي او د افغانستان ولس او ودانۍ خوندي ساتلو په خاطر سیاسي جوړ جاړي ته اماده شي.

جیفري لورانټیس: طالبان به خامخا نړیوالې ټولنې ته غوږ نیسي چې نړیواله ټولنه به په افغانستان کې د وسلې په زور واک اخېستل ونه مني او نه به په افغانستان کې بیا د طالبانو اسلامي امارت ومني.

د ملګرو ملتونو لپآره د چین نائب سفارتکار ډائۍ بینګ وویل د افغانستان نه د خارجي عسکرو وتل دې د سیمه ییزو هیوادونو سره په شفافه توګه وشي او شاه ته دې ستونزې هم داسې نه پریږدي.

ډائ بینګ وايي : امریکا خپل دریځ څرګند کړی چې د افغانستان ثبات پرځای ساتلو کې به ورسره مرسته کوي. مونږ امید کوو چې امریکا به په اخلاص خپله ژمنه پوره کړي او خپلې مرستې به زیاتې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي غلام اسحاق زیئ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا غږ وکړو چې په افغانستان کې دې د تباهۍ مخه ونیسي. د غونډې وروسته له خبریالانو سره خبرو کې نوموړي وويل هغه باوري دی چې د افغانستان ملي اردو به د طالبانو د حملو مخه ونیسي او دا چې افغانستان کې حالات له خانه جنګئ ته نه دی غورزیدلي.

دی وای: د حالاتو سمولو لپاره مونږ د شپږو میاشتو یو پلان لرو. او دا یوازې نه ده مونږ سره د طالبانو د حملو ښکار شوؤ کلیوالو سیمو او ټولنو ته لویه مرسته روانه ده، نو زمونږ د عسکرو سره د عام ولس لخوه د مرستو لپاره لیوالتیا په نظر راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG