لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يونيسف: افغانستان کې په 72 ساعتونو کې 27 ماشومان وژل شوي د 130 نه زيات ټپيان شوي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره په بېړنۍ توګه مرستندویه ادارې (يونيسف) ويلي، په افغانستان کې په 72 ساعتونو کې 27 ماشومان وژل شوي او 136 ټپيان شوي دي.

يونيسف د ماشومانو د حقونو په سرغړونه بوږنوونکې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د يونيسف د خبر ترمخه په 72 ساعتونو کې په کندهار کې 20 ماشومان وژل شوي او 130 نور ټپيان شوي دي، دغه رنګ په خوست کې دوه ماشومان وژل شوي درې ټپيان او پکتيا کې پينځه ماشومان وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ (9 اګست) د يونيسف وياند ويلي، اداره په هغو خبرونو ډېره اندېښنه لري چې په جګړه کې ښکېلو وسله والو ډلو کې دا تاثر سېوا کيږي چې په جګړه کې کم عمره ماشومان ګماري، او ډېری ماشومان هلکان او جينکۍ داسې دي چې د خپلو کورنيو د مشرانو پرضد رويې له امله د ويرې ښکار دي.

د ګل په ورځ د ملګرو ملتونو ادارې ويلي، په تيره يوه مياشت کې په هلمند، قندهار او هرات ولايتونو کې په ښاري اباديانو کې د بې دريغه بريدونو په نتيجه کې د 1000 پورې کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو ادارې دا تازه بيان په داسې حال کې خپور کړی چې د افغانستان نه امريکايي او نور نړيوال ځواکونه ووځي او طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی.

د افغانستان د ځايي مطبوعاتي راپورونه ترمخه د ملک په بېلابېلو برخو کې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو سره په جګړو بوخت دي.

ملګرو ملتونو ويلي، د کال 2009 نه وروسته چې په افغانستان کې ريکارډ خوندي شوی په ملک کې په روانو جګړو کې د ملکي وګړو د 40زرو پورې وژنې شوي دي.

يونيسف ویلي د ماشومانو حقونه چقول کيږي راتلونکی یې په خطر کې دی او ادارې غږ کړی چې د ماشومانو حقونه دې خوندي شي.

ادارې ويلي په افغانستان کې ماشومان، ښځې او سړي د تشدد سره اموخته شوي او اداره د بشري حقونو په سرغړونه اندېښنه څرګندوي.

د ادارې د بېړنيو مرستو څانګې ويلي د افغانستان په 40 کاله جګره کې خلک بې کوره شوي او د دې نه علاوه د چاپيريال د بدلون سره د کرونا له امله هم د افغانستان نزدې نيمه ابادي بېړنيو مرستيو ته اړتيا لري.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG