لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بندېزونو ټرېنډ، د هند په مشرۍ پي ټي اېم د پاکستان پرضد د ټرېنډز ملاتړ کړی، چودري


د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري وايي هند د پاکستان پرضد ټرېنډز چلولي او په پاکستان کې يې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ملاتړ کړی دی، نوموړي په دغه ټرېنډز کې په ځانګړي ډول د #SanctionPakistan پاکستان دې بندېزونه ولګي) ياد ګېرنه کړې ده.

په اسلام اباد کې د شورو/ چهارشنبې په ورځ (11 اګست) د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معيد يوسف سره په ګډه خبري غونډې ته په وېنا کې فواد چودري وویل،

"ډيجيټل ميډيا يې د دوه کالو مواد راټول کړي، د جون 2019 نه د اګست 2021 پورې د پاکستان د ټولنيزو رسنیو جاج اخستل شوی دی، د پاکستان پرضد په ټولنيزو رسنیو غټ ټرېنډز د هند په مشرۍ چلېدلي او په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په دغه لړ کې د هند مرسته کړې او د هغې وروسته د افغانستان حکومت موجوده خلک په هغې کې شامل دي".

"پي ټي اېم د رياست پاکستان پرضد 150 ټرېنډ چلولي او 37لکه ټويټس يې کړي دي".

هغه تور ولګوو "پي ټي اېم د بلوڅ بېلتون خوښو ملاتړ کړی او په 14 اګست 2020 يې د بلوچستان د يو والي ورځ نمانځلې او هند يې بيا ملاتړ کړی او په یوه ورځ يو نيم لک ټويټس شوي دي".

د پاکستان لخوا په ټولنيزو رسنیو د پاکستان پرضد د چلېدلو ټرېنډز رپورټ ته په ځواب کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ټویټر ویلي،

"د طاهر داوړ، ارمان لوڼي، عارف وزیر، خړ کمر، اسد خان اڅکزۍ، هارون بلور، عثمان کاکړ، اې پي اېس (د پېښور ارمي پبلک سکول)، د 70زره شهيدانو او جنګي جرمونو په اړه تحقيقاتي رپورټ کله خپروئ؟؟؟، په ولس د تورونه څخه د رياست تصحيح ممکن نه ده، په پروپېګنډه کار نه کيږي انصاف به ورکول وي".

فواد چودري خبري غونډې ته وويل، "د دوه درې ورځو نه یو ټرېنډ چلېدلی (#SanctionPakistan په پاکستان دې بندېزونه ولګي)، پي ټي اېم په دې کې 20زره ټویټس کړي او ټول اته لکه ټویټس شوي دي په دې ټرېنډ کې، د افغانستان مرستیال صدر امرالله صالح، د دفاع وزیر بسم الله محمدي او د ملي امنيت مشاور حمدالله محب هم په دې کې برخه اخسته ده او په دې کې هم غټه برخه هند اخستې ده".

په ټولنیزو رسنیو د #SanctionPakistan په هېش ټېګ کې د افغانستان مرستیال صدر امرالله صالح ټویټ کړی او ويلي يې دي،

"'مونږپه ملګرو ملتونو او نړيوالو ادارو غږ کوو چې د طالبانو د ظلمونو، انتقامي قتلونو، لوټ مار، او جنسي تیريو له امله کابل ته کډه شوو خلکو په لړ کې زمونږ سره کار وکړي د کابل په کوڅو کې دردونکي منظرونه دي".

افغانستان په پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور لګوي او پاکستان یې رد کوي.

فواد چودري په هند تور ولګوو چې "په هندوستان کې ناست خلک د پي ټي اېم دپاره وېب پاڼې جوړوي او د پاکستان پرضد يې 845 وېب پاڼې جوړې کړي دي، نوموړي د هند لخوا د چلېدلو ټرېنډز يادګېرنه وکړه چې (رياست کريمه بلوچ وژلې ده)، د عثمان کاکړ دپاره چې مړينه يې د برېن هېمبرج يا مازغو د ناروغۍ نه شوې او طبعي مړينه وه د لسو زرو نه زيات ټويټس هند کړي چې (رياست عثمان کاکړ وژلی دی) ".

دغه ډول نوموړی د نورو ټرېنډز يادګېرنه کړې ده، "چې اسرايل د پاکستان پرضد ټرېنډز چلولی جمعيت علما اسلام او مسلم ليګ ن ګوند په دې کې برخه اخسته ده. هغه د عوامي نيشنل ګوند د وياند اسد خان اڅکزۍ د ټرېنډ يادګېرنه وکړه چې دغه ټرېنډ ته هم د هند نه ملاتړ ترلاسه وو. تحريک لبېک پاکستان چې لاقانونه ګرځول شوې ډله ده هند د دغه ډلې ملاتړ هم کړی دی".

خبري غونډې ته معيد يوسف وويل، په ځانګړي ډول د افغانستان په اړوند هند د پاکستان د بدنامولو دپاره ټرېنډز چلوي او هڅې روانې دي چې په افغانستان کې د 20 کالو د ناکامۍ ملبه په پاکستان واچول شي.

هغه وویل پاکستان به اوس دغه ډول تورونه د نړيوالو مطبوعاتو په وړاندې په ډاګه کوي.

د هند لخوا د پاکستان دغو تورونو ته په سمدستي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG