لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: طالبان وايي چې اشرف غني صدر وي د افغان حکومت سره خبرې نه کوي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، "طالب مشرانو ورته ویلي چې څو پورې اشرف غني صدر وي دوی (طالبان) د افغان حکومت سره خبرې نه کوي" خو نزدې دوه اوونۍ وړاندې عمران خان ويلي وو د طالبانو ترجمان نه دی طالبان چې څه کوي په خپله يې زمه وار دي.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه عمران خان پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (11 اګست) په اسلام اباد کې په خپل کور کې د بهرنيو خبريالانو سره په خبرو کې دغه څرګندونې کړي دي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه عمران خان ویلي، "پاکستان يواځې د ګند پاکولو په تناظر کې کارول شوی کوم چې د 20 کالو د پوځي حل لټولو په هڅو کې پاتې شوی د کوم څه چې پوځي حل نه وو".

عمران خان ويلي، "د هغه په خيال امریکې اوس فېصله کړې چې اوس به یې سټراټيجيک همکار هند وي او د پاکستان سره بل سلوک کولی شي".

د پاکستان وزیراعظم عمران خان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې امریکايي او نړيوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي او طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی.

په 16 جولايۍ د افغانستان ولسمشر اشرف غني په تاشکند کې نړیوالې غونډې ته په وېنا کې ویلي وو، د پاکستان نه په تيره مياشت کې لس زره وسله وال افغانستان ته اوړېدلي دي.

اشرف غني ویلي وو پاکستان پاتې راغلی چې طالبان په سنجيدګۍ سره د سولې خبرو ته اماده کړي.

خو وروسته عمران خان د اشرف غني دغه تورونه رد کړي وو چې ګنې د پاکستان نه افغانستان ته په نزدې وختونو کې لس زره وسله وال ور اوښتي دي، هغه ويلي وو د افغان جګړې سره زمونږ هیڅ کار نه شته او افغانستان د خپلو ناکامیو پړه هم زمونږ غاړې ته اچول غواړي.

افغانستان پرله پسې په پاکستان تور لګوي چې د طالبانو ملاتړ کوي خو پاکستان بيا بيا دغه دريځ تکراروي چې تل يې د افغانستان د سولې په لړ کې د سهولت کار کردار ادار کړی او ادا کوي يې.

په 29 جولايۍ د پاکستان په سفر افغان خبريالانو د عمران خان سره ليدلي او دیو خبريال دغه پوښتنې چې، طالبان په عملیاتو کې د خلکو کورونو ته اوړي وژنې کوي، دغه پوښتنې ته په ځواب کې عمران خان ويلي وو، "طالبان څه کوي څه نه کوي د پاکستان ورسره تعلق نشته، هغه د خپلو کړنو په خپله زمه وار دي پاکستان يې ترجمان نه دی".

عمران خان ویلي وو "که په پاکستان کې د طالبانو ځینې مشران او کورنۍ يې اوسيږي پاکستان يواځې په هغو فشار اچولی شي په جېل کې يې نه شي اچولی او نه یې پرضد پوځي عملیات کوي په طالبانو به فشار اچوي ځکه چې د افغانستان امن د پاکستان په ګټه دی".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG