امریکې ویلي، "افغان مشران دې يو ځای شي د افغانستان راتلونکی په حقيقت کې د دوی د اوږو دی"، دغه خبره د سپينې ماڼۍ وياندې خبريالانو ته کړې ده.
جېن ساکي د شورو/ چهارشنبې (11 اګست) په ورځ ويلي، د افغان ځواکونو سره هغه هر څه شته کوم چې د دوی ضرورت دی.
هغې زياته کړې په افغانستان کې "که ضرورت دی نو دې ته دی چې پخه سياسي اراده وکړي چې جګړه وکړي او که په (افغان) مشرانو کې د يو کېدو وړتيا راغله نو کولی شي چې جګړه وکړي".
بل لور ته د پېناګون وياند جان کربي د اشرف غني په اړه ویلي، "مونږ هغوی ته د دفاع یوه ځانګړې طريقه نه ښايو. دا د هغوی ملک دی. اشرف غني کمانډر انچيف دی. د هغه سره سياسي مشرتابه ده او سياسي ارادې غټ بدلون راوستی شي".
د سپينې ماڼۍ او پېنټاګون لخوا دغه څرګندونې په داسې وخت کې شوي چې یوه ورځ وړاندې د امریکا صدر جوبايډن د افغانستان د ځواکونو ویستلو د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ويلي يې وو چې په دغه پرېکړه پښېمانه نه دی.
جوبايډن ويلي وو، "مونږ په افغانستان کې 20 کاله تېر کړه ټريلين ډالره مو ولګول، مونږ د افغانستان درې لکه سرتيري تربيه کړل وسله مو ورکړه او دوی افغان سرتيري د طالبانو نه سېوا دي".
بايډن ویلي، "دوی (افغانان) د خپل ځان او د خپل قام دپاره جنګيږي".
د امریکې لخوا دا تازه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې طالبانو د مې مياشتې راهسې په افغانستان کې بریدونو ته زور ورکړی او د نهه ولايتي مرکزونو د نیولو دعوې يې هم کړي دي.
بل لور ته افغان حکومت وايي امنيتي ځواکونه يې د طالب وسله والو مخه نيسي او طالبانو چې کومې ولسوالۍ نيولي د هغو د بيرته نيولو دپاره عملیات کوي.
په وروستیو کې امريکا دا هم ویلې چې د افغان ځواکونو په ملاتړ يې د طالبانو پرضد هوايي بریدونه کړي په کندهار، هرات او لشکرګاه کې يې طالبان په هدف کړي دي.
د افغان ځواکونو د تربيې او پياوړتيا په اړه جان کربي ويلي، هغه دغه اټکلونه چېلنج کوي او زياته کړې يې ده داسې هم نه ده چې افغان ځواکونه په هر ځای کې او هر وخت په شا کیږي په ډېرو ځايونو کې نن هم افغان ځواکونه جنګيږي.
کربي ویلي، "دا هر څه د جنګ په مېدان او کابل کې په مشر تابه اډاڼه لري".
هغه د واشنګټن پوسټ په هغه خبر اندېښنه څرګنده کړې چې امریکايي استخباراتو ويلي چې کابل به په 30 ورځو کې د طالبانو لاسو ته ولويږي.
امريکايي چارواکي په ښکاره په دغه اړه د څه ويلو نه ډډه کوي او په شا ټينګار کوي چې د دې به کومه خاص نتيجه مخې ته نه راځي.