لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان وایي دغزني سرښار یې هم ترلاسه کړی،لښکرګاه کې سختې نښتې روانې دي


طالبانو دافغانستان د غزني ولایت په سرښار غزني هم دقبضې دعوه کړې اؤ وایي ددې سره د دوئ لاس ته لس ولایتونه ورغلي دي .

دنړیوالې خبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس د رپورټ له مخې د غزني سیمه ییزو چارو ددغه ولایت په سرښار دطالبانو دقبضې پخلی کړی خو وایي دښار شاوخوا ته اوس هم دافغان دولتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.

رپورټ کې دچارواکو له خولې ویل شوي چې دغزني ښار په منځ کې طالبانو د پنجشنبې په ورځ خپل بیرغ هسک کړی اؤ دغلته د څو ساعتو له نښتو وروسته اوس جګړه تم شوې ده.

د وي او ای اردو په ویب پاڼه دخپور رپورټ‌ له مخې دتیرې یوې اوونۍ په مهال طالبانو د لسو ولایتونو سرښارونه دخپل واک لاندې راوستي دي خو افغان دولت لا په سمدستي توګه نه ده منلې چې ګنې دغزني سرښار هم دطالبانو لاسو ته لوئیدلی دی.

غزني دافغانستان دپلازمینې نه شا وخوا د ۱۳۰ کلو میټره په واټن پروت دی اؤ په دغه ولایت کې تر دې مخکې هم طالبان زیات فعاله وؤ.

په رپورټ کې ویل شوي چې کابل سره نزدې صوبو کې دتیرو څو ورځو راپدیخوا د نښتو دلړۍ چټک کېدو له امله ګڼ شمیر افغانان دخپلو سیمو نه وتلي اؤ کابل ته یې سرپناه وړې ده.

دافغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال امرالله صالح هم تیره ورځ ویلي وؤ دمذهبي چارو وزیر ته یې لارښوونه کړې ده چې دکابل جوماتونه دخپلو سیمو نه بېځایه شوؤ خلکو ته پرانزي.

په عین حال کې دهلمند ولایت په ښرښار لښکر ګاه کې هم دطالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ دسختو نښتو راپورونه مخې ته راغلي دي.

طالبان دعوه کوي چې دهلمند په امنیه قوماندانۍ یې قبضه کړې ده.

دهلمند د ولایتي شورا غړې نسیمه نیازۍ وایي په سیمه کې ځینې امنیتي سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي اؤ وسله یې په زمکه اېښودلې ده خو هغه وایي چې ځینې سرتیري بیا د ولایت دمقام سره نزدې پراته دي اؤ دغلته یې خپل سرونه په امن کړي دي.

داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي چې په لښکر ګاه کې په طالبانو هوایي بمبارۍ هم شوي چې درنه مرګ ژوبله پکې اوښتې ده.

خو نسیمه نیازۍ په دې بمبارۍ نیوکې کړي اؤ وایي په هوایي بمباریو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله ور اوړي.

هغې ویلي طالبان سیمه کې دخلکو کورونو ته ورننوتلي اؤ پناه یې اخستې خو امنیتي ځواکونه په دوئ د ړندو بمباریو په ترڅ ملکي خلک زیانمنوي

(د وي او ای اردو څخه په مننه)

XS
SM
MD
LG