لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني: دښمن دې پوه شي چې شاتګ نه کوو


د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي، "دښمن دې په دې پوه شي چې مونږ شاتګ نه کوو، زما ځای ناستی به افغانان ټاکي، دا حق بل هیچاته نه ورکوو".

د ارګ ترمخه ولسمشر غني دغه خبرې پرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ (12 اګست) په ارګ کې د "هرځوان یو سرتېری" تر سرلیک لاندې د ځوانانو نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون والو ته په وېنا کې کړي دي.

هغه ويلي "دروغ روایتونه ويره جوړوي. دې پروپګېنډه ته غوږ مه نيسئ چې معامله شوې، ځکه چې زه د معاملې سړی نه يم".

ښاغلي غني زياته کړې "چې دښمن غواړي د افغانستان داسې تصویر وړاندې کړي چې د وحشت، درنده ګۍ او جنایت منعکسونکی وي، زما ځای ناستی به افغانان ټاکي، دا حق بل هیچاته نه ورکوو ".

اشرف غني دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان نه امریکايي او نړيوال ځواکونه ووځي او طالبانو په دغه هېواد کې بريدونو ته زور ورکړی دی.

پرون امریکايي چارواکو وي او اې ته ويلي طالبانو د افغانستان په جنوب ختيځ کې مهم سټراټيجيکي د غزني ښار نيولی دی.

ويل شوي د زيارت په ورځ د هېواد درېم غټ ښار هرات هم د طالبانو لاسو ته لوېدلی دی.

دغه رنګ د افغانستان سره پولې ته نزدې د کندهار په اړوند هم ويل کيږي چې هلته هم عملیات روان دي او طالبانو دعوه کړې چې کندهار نيسي.

ویل شوي که طالبان کندهار نيسي دا به 12 ولايتي مرکز وي چې د طالبانو لاسو ته لاړ شي.

بل لور ته افغان امنیتي سرتيري هڅې دوامدارې ساتي چې د وسله والو طالبانو مخه ونيسي.

غزني چې د کابل او کندهار ترمنځ په لويه لار کې پروت دی، کابل د هېواد د جنوبي برخو سره تړي، طالبانو نيولی دی.

د غزني د ولايتي شورا مشر ناصر فقیري پرون ویلي، د غزني ګورنر محمد داود لغماني د طالبانو سره خبره کړې او ورته تسلیم شوی او کابل ته روان شوی دی.

وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي لغماني او ملګري يې چې د غزني نه کابل ته په لار وو امنیتي ځواکونو نيولي او پلټنې ترې کوي چې ولې يې ښار طالبانو ته په لاس ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG