لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چینايي کمپنۍ واوې په پاکستان د جاسوسۍ او تجارتي رازونو د غلا کولو تورونه پورې کړي


د خبري ايجنسۍ رايټرز د مخه د امريکا د کيليفورنيا بزنس ايفيشېنسي سولوشنز ايل ايل سي نومې کمپنۍ د ياد ايالت په فيډرل عدالت کې د چين واوې کمپنۍ مقدمه کړې او تور يې لګولی چې په پاکستان کې په يوه منصوبه د شريک کار کولو په وخت واوي د دوی تجارتي رازونه غلاکړي.

بزنس ايفيشېنسي سولوشنز (بي اي ايس) دا تور هم لګولی چې د چين د ټېکنالوجي دې غټې کمپنۍ په پټه خپله ټېکنالوجي کارولې او داسې معلوماتيې راټول کړي چې د پاکستان د قامي امنيت د پاره مهم دي.

تر اوسه نه واوې نه بي اي ايس او نه يې وکيلانو پال ټرېپوډي او ډيوېډ ونډل په دې اړه د رايټر پوښتنو ته ځوابونه ويلي.

د مقدمې تر مخه واوې د بي اي ايس سره په ګډه د پاکستان ښار لاهور کې په کال 2016 کې د پوليس او د قانون په ځای کونکو ادارو ته دسافټ وير ټېکنالوجي ټېکه لرله چې

د 150 ميلينه ډالره وه.

د نورو کارونو سره سره بي اي ايس يو سافټ وير جوړ کړی چې د حکومتي ايجنسيانو

معلومات جمع کړي، د سرکاري ودانو کنټرول ته لاس رسی ولري، د سوشل ميډيا څار وکړي او د ډرون د چلولو انتظام وکړي.

په مقدمه کې ويل شوي د اتوو سافټ ويرز جوړ سېسټم چې بي اي ايس جوړ کړی د مالکانه حق کوډ، نقشې، ډايګرامز او نور معلومات لري چې دکمپنۍ د تجارت ارزښتناک رازونه دي.

ويلي شوي واوې د بي اي ايس نه غوښتلي دغه معلومات دې ورته ورکړي چې په چين کې يې وڅېړي چې د بي اي ايس په وينا دوی ورته تيار وو خو هوواوي ته يې هغه وخت د اجازت ورکولو نه انکار وکړو کله چې هوواوي کمپني ليبارټرۍ ته د بي اي ايس د لاس رسی ورکولو نه پهشا شوه.

په درخواست کې ويل شوي دا منلې شوې وه چې هوواوي به ورته هغه د سافټ وير ډيزاين اوزار واپس کوي لا به يې استعمال بندوي خو لاداسې نه دي شوي.

بي اي ايس وايي هوواوي ترې بيا دا غوښتنه وکړه چې د معلوماتو جمع کولو سافټ وير دې په چيني لېبارټرۍ کې ولګوي کوم چې پاکستانۍقانون ساتونکې ادارې د مهمو معلوماتو حاصلولو د پاره د مختلف سرچينو او حکومتي ايجنسيانو نه تر لاسه کوي.

“دا ځل دا يواځې د ټېسټ په غرض نه بلکې هغه ټولو معلوماتو ته د لاسي د پاره دی چې د لاهور سيف سيټي منصوبې ټول معلومات واخلي”.

بي اي ايس وايي دوی هغه وخت پروژې ته پيسې ورکول بند کړل کله چې هوواوي د ټېکې د ختمولو دړکه وکړه او ويې ويل دوی ته پاکستان دداسې کولو اجازت ورکړی.

درخوست کې په هوواوي تور لګول شوی چې ياده کمپنۍ “دا سافټ وير چين د يوې پټې دروازې په توګه کاروي چې د چين نه په لاهور کې هغهڅه ته لاس رسی وکړي او باريک معلومات واخلي او بدل کړي چې د پاکستان قامي سلامتيا ته مهم دي”.

بي اي ايس دا هم وايي هوواوي ورته د څو سافټ ويرز هډو پيسې نه دي ورکړي او بله دا چې هوواوي په دغه رنګ سيف سيټي منصوبو کې په پاکستان او نوره نړۍ کې د خپل تجارتي رازونو غلط استعمال کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG