لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عبدالله کابل ته د طالبانو د تړون وړانديز راوړی، راپور


په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان د پلازمينې کابل نه په 150 کلوميټره فاصله د غزني ښار نيولی، عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د دوحې څخه کابل ته ستون شوی او د طالبانو د تړون وړانديز يې راوړی دی.

د وي او اې د خبر ترمخه د اشرف غني پخواني وياند ویلي، د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د دوحه نه بيرته کابل ته ستون شوی د طالبانو لخوا د تړون وړانديز يې راوړی او د صدر اشرف غني او طالبانو ترمنځ د اوربند يا جنګ بندۍ اوازې دي.

ویل شوي عبدالله عبدالله به نن د خالي/ شنبې په ورځ د بیرته دوحې ته ستون شي او اشرف غني په پرېکړه به د طالبانو سره خبرې وکړي.

نه خو افغان صدارتي ماڼۍ، نه عبدالله عبدالله په خپله او نه طالبانو په رسمي ډول په اړه څه ویلي دي.

بل لور ته په افغانستان کې چې طالبانو دعوه کړې د نيمې پورې ولايتونه يې نيولي، کېنېډا پرون په 13 اګست اعلان کړی 20زره افغان کډوال به ومني.

د نېټو سيکرټري جنرل سټولټنبرګ هم پرون ویلي په کابل کې به سفارتي شتون لري او د کابل او افغان ځواکونو ممکنه ملاتړ به کوي.

په 12 اګست د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لوېډ اسټن د افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټيليفون خبرې کړې وې.

بلينکن د دغو خبرو په اړه په خپله په ټويټر ویلي وو،

"د اشرف غني سره مو په خبرو کې په افغانستان کې په روانو حالاتو او په کابل کې په غېرپوځي موجودګۍ د کمولو په پلان خبرې کړي دي. ما تاييد چې امریکا ژمنه ده چې د افغانستان د شخړۍ د سياسي حل او د افغان ولس د ملګرتيا ملاتړ به کوي".

هم په 12 اګست امریکې اعلان کړی د 3500 نه تر 4000 پورې سرتيري د افغانستان حالاتو ته د کتو په ترڅ کې کوېت ته ليږي. او هم په دغه ورځ برتانيې په افغانستان کې خپلو وګړو ته ویلي چې په سمدستي ډول د افغانستان نه ووځي او د خپل سفارتي شتون د خونديتوب دپاره یې 600 پوځي سرتیري هم ليږلي دي.

په 13 اګست طالبانو د زابل د مرکز قلات، د لوګر د مرکز پل عالم (لوګر د صدر غني پلارنی ولایت دی)، د غور مرکز پيرزوکوه، د اروزګان مرکز ترين کوټ او هلمند مرکز لشکرګاه نيولي دي.

په 12 اګست طالبانو د کندهار،، هرات، غزني او بادغېس د مرکز قلع نو د نیولو دعوه کړې وه.

په 11 اګست د بدخشان د مرکز فېض اباد، په لسم د فراه او د بغلان د مرکز پل خمري د نيولو ویل شوي وو.

په نهم اګست طالبان د سمنګان په مرکز اېبک ورختلي، او په اتم اګست يې د کندوزاو سر پل نيولو ويلي وو.

په اووم اګست د جوزجان د شبرغان او په شپږم د نيمرز د مرکز زرنج د طالبانو لاسو ته لوېدلی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG