لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دیو شواروز په مهال خیبر پښتونخوا کې په کرونا وایرس 16کسان مړه شوي


خېبر پښتونخوا صوبه کې دکرونا وايرس مثبتو پېښو او ددې دلاسه دمړينو کچه کې ورځ تر بلې زياتوالی راځي اؤ دحکومتي شمېرو ترمخه د صوبې په کچه د مثبتو پېښو مجموعي شرحه تېر يو شوا روز کې7.1 فيصده ريکارډ شوی ده۔

د روغتیایي چارو پوهان وايي چې د کرونا وبا څلورمې څپې په مهال د کرونا وايرس هندي ډول يا ډېلټا وايرس پخلی په 70 فيصده ناروغانو کې شوی دی چې دا تر ټول زيات خطرناک او تېزۍ سره خورېدونکي وایرس دي۔

دوئ وايي بايد خلک د کرونا وايرس نه دځان ژغورنې په سپارښتنو دعمل کولو ترڅنګ په وخت د دغې ناروغۍ نه ځانونو خوندي کولو له پاره وېکسين ولګوي۔

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا مخې ته د راغلو شمېرو ترمخه د صوبې په کچه د مثبتو پېښو مجموعي شرحه7.1 فيصد ريکارډ شوې ده۔

شمېرې ښايي چې دتېرو 14 ورځو په مهال پېښور کې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو کچه 16 فيصده، بر چترال کې 18 فيصده، مردان کې 10 فيصده او نوښار ضلع کې 9 فيصده ريکارډ شوې ده۔

دطبي چارو پوهان وايي د کرونا وبا څلورمې څپې په مهال ګڼ شمېر مريضانو کې د هندي ډول يا ډېلټا وايرس پخلې کېږي کوم چې په کم وخت کې د زياتو تنانو ناروغه کولو توان لري۔

په خېبر پښتونخوا کې د پبلک هلتهـ اېسوسي اېشن يا د عامي روغتیا د سازمان مشره ډاکټر صایمه عابد وي او ای ډيوه ته وايي د کرونا وبا څلورمه څپه چې څومره خطرناکه ده نو هغه هومره عام ولس د احتياط څخه کار نه اخلي۔

" تقريبا په ټوله دنيا کې اوس ډېلټا وايرس دی، هم هغه شان په دې وخت کې په پاکستان کې چې کوم 70 فيصده مريضان دي نو هغه د ډيلټا وايرس دي، نو دغه وجه ده چې دا وايرس يو کس نه بل کس ته ډېر زر لګي او بله خبره دا ده چې خلک اوس ماسک هم ډېر کم اچوي او فاصله هم نه ساتي اوس هم د وړاندې په شان د ژوند هلې ځلې روانې دي"

نوموړې زياته کړه د روانې څپې په مهال د نورو څپو په پرتله د مشرانو ترڅنګ ځوانان هم په زياته شمېره کې د کرونا وايرس له امله ناروغه کېږي۔

د صحت صوبايي محکمې نه دترلاسه شويو شمېرو ترمخه دتېرو 24 ساعتو په مهال د کرونا وايرس نه 16 تنان مړه شوي او 758 تنانو کې د دې وايرس پخلی شوی۔

شمېرې ښايي چي په پښتونخوا کې د کرونا وايرس نه په مجموعي توګه 151466 تنان ناروغه شوي او 4640 تنانو ترې ژوند د لاسه ورکړی دی۔

د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په هکله د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون مشر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډوه ته وايي چې د يادې ناروغۍ نه د خونديتوب له پاره په وخت د کرونا وايرس پرضد وېکسين لګول پکار دي۔

" ددې مرض د مخنیوي دارو دغه ويکسين دي نو چې څنګه دا ويکسين مونږ ولګوو ،دی سره د بيمارۍ لګېدو خطره ډېره کمه شي او که بيماري وشي نو بيا پکې هسپتال کې د داخلېدو او د مړینې چانسز ډېر کم وي، چې شاوخوا 80 فيصده خلک دا ويکيسن ولګوي نو بيا به په سپارښتنو عمل او خاصکر دا ماسک لګول کم شي"

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي چې په هسپتالونو کې د کرونا مريضانو د علاج د پاره ټول انتظامات ترسره کړل شوي دي او د کرونا مريضانو له پاره ځانګړي هسپتالونه هم د صوبې په بېلا بېلو سيموکې شتون لري۔

د يادې محکمې نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د صوبې په کچه د 850 نه سېوا د وېکسينېشن مرکزونه شتون لري او تر اوسه پورې خواوشا 58 لکه تنانو ته د کرونا ضد ویکسین يو خوراک او 14 لکو نه سېوا کسانو ته د وېکسين مکمل یعنې دوه خوراکونه ورکړل شوي دي۔​

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG