لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ ښار کې پر یوه ټرک بمي چاودنې 10 تنه وژلي او تر لسو زیات یې ټپیان کړي


واشنګټن ـــ د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر يو پرانیستي ټرک د لاسي بم بريد شوی چې له کبله یې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي او د لسو نه زيات ژوبل دي، په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي او تجارتي‌ ښار دی او دا بمي چاودنه پکې په داسې وخت شوې چې په پاکستان کې په سرکاري توګه د دې هېواد د ازادۍ ورځ لمانځل کېده.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ‌ډي يو مشر راجه عمر خطاب ميډيا ته ويلي دغه پېښه د کراچۍ په بلديه ټاون کې د شنبې- خالي په ماخوستن په دغه ګاډي کې تر 25 پورې کسان سواره وو چې د يو واده نه کورته روان و او نامعلومه موټرسایکل سورو پرې د لاسي بم حمله وکړه.

د سیند وزيراعلی مراد علي شاه پوليسو ته د دغې پېښې د زر تر زره پلټنو امر کړی او په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو غوښتنه يې کړې ده. پوليس وايي‌ د بريد پلټنې کوي.

د کراچۍ اېډیشنل پولیس سرجن ډاکټر قرار عباسي وایي، د لسو کسانو مړي ډاکټر روت فاو سېول روغتون ته ور وړل شوي چې وایي په هغوی کې شپږ ښځې او څلور ماشومان دي.

عباسي وایي په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي چې وایي د ځینو حالت پکې مرګونی دی.

د دې پېښې ذمه واري‌ تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د کراچۍ پولیسو د لومړنیو پلټنو په اساس ویلي چې دا د ترهګرۍ یا فرقه ییزه پېښه نه ښکاري خو د پاکستان ډان ورځپاڼه وایي، یوه اعلی افسر د خپل نوم نه څرګندولو په شرط ورته ویلي چې دا د ترهګرۍ پېښه ده.

چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې په ټرک کې سپاره کسان څوک وو او له کومې فرقې سره یې تړاو درلود.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG